حامد کرزی، د افغانستان پخواني ولسمشر، یو ځل بیا د طالبانو څخه غوښتي چې د نجونو لپاره د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي او د نوي نسل د زده کړې زمینه برابره کړي، څو هېواد د پرمختګ او ځان بساینې پر لور ولاړ شي. کرزي دا غوښتنه د لینا حیدر په نوم د ۱۱ کلنې افغان نجلۍ د بریا په تړاو کړې ده. نوموړې په آلمان کې د خپلو وړتیاوو او هڅو له برکته په همدې کم عمر کې د دولسم ټولګي سند اخیستی دی.کرزي لینا ته مبارکي ویلې او زیاته کړې یې ده چې دا لاسته راوړنه ښيي چې که افغان نجونې او هلکان د زده کړو امکاناتو ته لاسرسی ولري، نو په نړیواله کچه سیالۍ کولی شي او بریالي کېدلی شي.پخواني ولسمشر مخکې هم څو ځله د نجونو پر زده کړو بندیزونه غندلي او هغه یې د افغانستان د پرمختګ او راتلونکي پر وړاندې ستر خنډ بللی دی.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

