د آلمان یوې محکمې د سهشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۷مه) د یوې افغان مېرمنې په ګټه پرېکړه وکړه چې له خپلې کورنۍ سره یو ځای د میاشتو راهیسې په پاکستان کې د آلمان د بیا میشتېدو په تمه ده.د رویټرز د راپور پر بنسټ، د برلین محکمې ویلي چې د آلمان حکومت په قانوني ډول مکلف دی چې دا کورنۍ د مخکېني ژمنې له مخې ومني او ورته وېزې ورکړي.د دې دوسیې شاکي یوه افغانه مېرمن ده چې د طالبانو تر واکمنېدو مخکې د حقوقو استاده او د ټاکنو د کمېسیون مرستیاله پاتې شوې ده.هغې او د هغې کورنۍ د طالبانو تر راتګ وروسته د ژوند له ګواښ سره مخامخ شوې او پاکستان ته یې پناه وړې ده.په راپور کې ویل شوي چې دا مېرمن، چې د بشري حقونو په ډګر کې یې د زرګونو نورو افغان ښځو په څېر فعالیت کړی، د جبري ستنېدنې په خطر کې ده هغه هېواد ته چې ورته نور د خوندي اوسېدو ځای نه دی پاتې.په محکمه کې په پرېکړه کې راغلي چې دا کورنۍ په پاکستان کې د پاتې کېدو لپاره قانع کوونکي دليلونه نه لري او که افغانستان ته وشړل شي، ژوند یې له ګواښ سره مخ دی. له همدې امله، د آلمان حکومت د دې کورنۍ په اړه خپلې ژمنې ته «په نه لغوه کېدونکي ډول» ژمن دی.دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د آلمان نوي حکومت د فریدریش مرتس په مشرۍ د افغان کډوالو د منلو پروګرامونه ځنډولي او د کډوالۍ په برخه کې یې سخت دریځ غوره کړی دی.د دې پروګرام ځنډېدو له امله له ۲۴۰۰ زیات افغانان چې ښځینه فعالانې او خبریالان هم پکې شامل دي په پاکستان کې په بې برخلیکۍ کې پاتې دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

