تېره ورځ (د چنګاښ ۱۶مه، ۲۰۲۵) د اروپا د ښځو ملتونو جام په B ګروپ کې له دوو مهمو لوبو سره دوام وموند. په دې لوبو کې د هسپانیا ښځینه ملي لوبډلې په زړه پورې لوبه وکړه او د بلجیم لوبډله یې په ۶ پر ۲ ماتې کړه چې له دې سره یې بل پړاو ته لار تقریباً ډاډمنه کړه.په دې لوبه کې د هسپانیا مشهورې لوبغاړې، الکسیا پوتیاس، دوه ګولونه ووهل او دوه ګول پاسونه یې ورکړل چې د خپلې لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.هسپانیا اوس په B ګروپ کې له شپږو امتیازونو سره په سر کې ده.په همدې ګروپ کې د پرتګال او ایټالیا ترمنځ بله لوبه ۱ – ۱ مساوي شوه. پرتګال په ۸۹مه دقیقه کې ګول وواهه او د ژر له منځه وتلو مخه یې ونیوله.له دې سره سره ایټالیا څلور امتیازه لري او د پرمختګ چانس یې لا هم ژوندی دی.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

