ریچارد بېنټ، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی دی، د نړیوالې جزایي محکمې لخوا د طالبانو د مشرانو د نیولو د حکم هرکلی کړی او دا یې «د عدالت پر لور یو لوی ګام» بللی دی. بېنټ په خپل ایکس پاڼه کې په یوه پیغام کې ویلي دي: «دا ګام یو څرګند پیغام لري چې معافیت نه شي دوام کولای. همدارنګه دا دولتونو ته ښکاره پیغام دی چې هغه رژیم دې عادي نه کړي چې د افغانستان د نیمایي وګړو حقونه او کرامت تر پښو لاندې کوي.»نړیوالې جزایي محکمې (ICC) د سهشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۷مه، اعلان وکړ چې د ښځو د منظم ځورونې اړوند د اسنادو او شکایتونو د څېړلو په پایله کې یې د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده او د دې ډلې د محاکمو د مشر عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادر کړی دی.دا لومړی ځل دی چې د طالبانو لوړپوړي مشران په رسمي ډول په نړیواله کچه د «د بشریت پر ضد جنایت» په تور تورن شوي دي.د محکمې لوی څارنوال، کریم خان ویلي چې دا دوه کسان د طالبانو د بیا واکمنېدو له اګست ۲۰۲۱ راهیسې د پراخو او پلان شویو بشري حقونو د سرغړونو له امله عدلي تعقیب ته سپارل شوي دي.تورونه کې ښځې له زده کړو، کار، د تګ راتګ، د وینا ازادۍ او ټولنیزې او سیاسي ونډې څخه بې برخې کول شامل دي. د لاهې محکمه دا کړنې د جنسیتي تاوتریخوالي د یوې برخې او د نړیوال بشردوستانه قانون سرغړونه بللې ده.کریم خان زیاتوي: «هیڅوک د قانون څخه پورته نه دي. هغه کسان چې د ښځو او نجونو بنسټیز حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي، باید ځواب ووایي.»سره له دې چې افغانستان له ۲۰۱۶ کال راهیسې د دې محکمې غړی دی، خو د حکمونو عملي کېدل د نورو غړو هېوادونو له همکارۍ سره تړلي دي. تراوسه طالبانو د دې پرېکړې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

