د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو لړۍ له ګاونډیو هېوادونو څخه لا هم روانه ده.د طالبانو تر ولکې لاندې د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، یوازې پرون (چهارشنبه، د چنګاښ ۱۸مه) څلور زره ۹۵۲ افغان کورنۍ د بېلابېلو پولو له لارې هېواد ته ستنې شوې دي.د راپور په اساس، دغه کورنۍ د لاندې لارو افغانستان ته راغلي دي:۹۷ کورنۍ د ننګرهار له تورخم دروازې۴۸ کورنۍ د کندهار له سپین بولدک۱۷۰۵ کورنۍ د نیمروز له پل ابریشم سرحده۲ کورنۍ د پکتیکا له انگور ادهاو ۳۱۰۰ کورنۍ د هرات له اسلامقلعه پولې څخه بېرته هېواد ته دننه شوې دي.له دې سره په څنګ کې، د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) او د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې نږدې یو میلیون افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.د OCHA د وروستي راپور له مخې، له دې راستنېدونکو څخه تر ۶۰ سلنه ډېر ښځې او ماشومان دي چې سمدستي د بشري مرستو، سرپناه، روغتیایي پاملرنې او زده کړو ته اړتیا لري.نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی چې د دې لړۍ په دوام سره د هېواد د داخل د مرستو وړتیا تر سخت فشار لاندې ده او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د راستنېدونکو د مرستو پروګرامونو سره بېړنی ملاتړ وکړي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

