راوی زن پشتو
یکشنبه 17 جوزا 1405
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

ایراني چارواکی: له سیستان او بلوچستانه تر ۹۱ زرو ډېر ناقانونه کډوال افغانستان ته ستانه شوي

19 سرطان 1404
نژدې ۵۰۰۰ افغان کډوالې کورنۍ له ګاونډیو هېوادونو بېرته هېواد ته راستانه شوې

د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د کډوالو چارو دفتر وايي چې په تېرو دوه اونیو کې له ۹۱ زرو ډېر ناقانونه افغان کډوال د میلک له پوله افغانستان ته ستانه شوي دي.د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د دې ادارې سرپرست هوشنګ بامري د ولایت د عمومي څارنوالۍ د عامه حقونو د مرستیال د لیدنې په مهال ویلي چې د دغو کسانو ۷۵ سلنه په خپله خوښه د بېرته ستنېدو لپاره ځانونه ورپیژندلي دي.نوموړي زیاته کړه چې د کډوالو د ستنېدو بهیر د چنګاښ له پیل راهیسې زور اخیستی او دا مهال د میلک پوله په ۲۴ ساعته ډول د تګ راتګ لپاره خلاصه ده.د هغه په وینا، یوازې د چنګاښ په ۱۷مه نېټه شاوخوا ۴۶۰۰ کډوال د زاهدان له الغدیر کمپ څخه میلک پولې ته لېږدول شوي او په ټوله کې نږدې ۹۳۰۰ تنه په همدې ورځ افغانستان ته ستانه شوي دي.کډوال تر ستنېدو مخکې په زاهدان کې د الغدیر کمپ، په نیمروز کې د ادیمي کمپ او په زابل کې د میلک کمپ کې ساتل کېږي څو اداري چارې یې بشپړې شي او بیا افغانستان ته ولېږدول شي.هوشنګ بامري همداراز ویلي چې د بېرته ستنېدو د عملیاتو په اوج کې هره ورځ تر ۲۰۰ پورې بسونه د زاهدان څخه تر میلک پورې د کډوالو د لېږد چارې سمبالوي او په اوسط ډول هره ورځ نږدې ۷ زره کسان د دې ولایت له پولو وځي.دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې د ناقانونه کډوالو د داوطلبانه بېرته ستنېدو لپاره ټاکل شوې نېټه له وري میاشتې څخه تر د چنګاښ ۱۵مې پورې ټاکل شوې وه.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In