په تازه پېښه کې چې طالبانو د خپل جزایي نظام په چوکاټ کې ترسره کړې، یوه ښځه او یو سړی په غزني او کابل ولایتونو کې د «زنا او له کوره د تېښتې» په تور په ښکاره توګه په دورې وهلي.د طالبانو سترې محکمې په جلا اعلامیو کې ویلي چې دې دواړو کسانو ته په ترتیب سره له ۳۰ تر ۳۹ پورې دورې ورکړل شوې دي.پر دې سربېره، هغه سړی چې په غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ کې نیول شوی، په یو کال او شپږ میاشتو بند هم محکوم شوی دی.دا د طالبانو له لوري د حدودو وروستی پيښه نه ده؛ یوازې دوه ورځې مخکې له دې پېښې هم پنځه تنه په فاریاب، کاپیسا او کابل ولایتونو کې په بېلابېلو تورونو په دورو وهل شوي دي.د دغو بدني مجازاتو په ځانګړې توګه د خلکو په مخ کې ترسره کېدل یو ځل بیا د هېواد دننه د خلکو او د بشري حقونو د فعالانو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.ځینې وایي چې طالبان دیني احکام د خلکو د ځپلو او د خپل واک د ټینګولو وسیله ګرځولې ده او دا ډول کړنې د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.
پنځه کاله له راتلونکي څخه لرې؛ د هغو نجونو کیسه چې د زدهکړو په منځ کې پاتې شو
زهرا لا تر اوسه له ښوونځي څخه فارغه شوې نه وه. نگینه په یوولسم ټولګي کې وه او شقایق د...
Read more

