د لایپزیک د پوهنتون یوې نوې څېړنې ښودلې چې د افغانستان په تبعید کې ډېر شمېر خبریالان د معلوماتو د راټولولو لپاره پر کوډ شوې پیغامرسوونکو، ټولنیزو شبکو او د کډوالو په ټولنو تکيه کوي او په یو له خطره ډک چاپېریال کې د ځانسانسورۍ په حالت کې خبریالي مخته وړي.دغه څېړنه د حضرت بهار او حامد عبیدي له خوا چې د افغانستان د تبعیدي خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر دی، ترسره شوې او پایلې یې تازه د «پوهه په تبعید کې» په کنفرانس کې وړاندې شوې دي.د عبیدي په وینا، په دې څېړنه کې ۱۴۷ افغان خبریالانو برخه اخیستې وه چې له دې ډلې ۱۱۵ تنه له تبعیدي رسنیو سره همکاري کوي.په څېړنه کې د معلوماتو د راټولولو لارې، امنیتي او اخلاقي ننګونې، او د وینا ازادۍ وضعیت په تبعید کې څېړل شوي او د افغان خبریالانو د کار دقیق انځور یې وړاندې کړی دی.د دې څېړنې ځینې مهمې موندنې:۹۵ سلنه خبریالان د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره له خوندیتوب لرونکو پیغامرسوونکو لکه واټساپ، سیګنال او ټلګرام څخه ګټه اخلي.۹۷ سلنه یې خپل خبري سرچینې په حساسو راپورونو کې خوندي ساتي.۷۱ سلنه خبریالان په دوامداره توګه ځانسانسوري کوي چې اصلي لامل یې د همکارانو او کورنۍ د امنیت لپاره اندېښنه ده.یوازې ۴۲ سلنه له کورني ملاتړ څخه خوښ دي.۹۰ سلنه خبریالانو ویلي چې د سرچینو د خوندي ساتلو لپاره له ځینو راپورونو څخه تېر شوي دي.په منځنۍ توګه د ډیجیټلي امنیت باور یوازې ۲.۸ له ۵ څخه دی او ډېری خبریالانو په دې برخه کې پوره روزنه نه ده ترلاسه کړې.د دې څېړنې له مخې، سره له دې چې خبریالان له سیاسي، امنیتي او رواني فشارونو سره مخ دي، بیا هم د تبعید په حالت کې خپلې رسنیزې هڅې ته دوام ورکوي.۹۵ سلنه ګډونوالو ویلي چې د دوی رسنیزې هڅې د افغانستان وضعیت نړیوالو ته ډېر څرګند کړی دی.همدارنګه د دوی د رسنیزې هڅې د دوام منځنی انګېزه ۴.۳ له ۵ څخه ثبت شوې ده.په پای کې څېړنه ټینګار کوي چې تبعیدي خبریالان دوامداره ملاتړ، د ډیجیټلي امنیت مسلکي روزنې او د مسلکي کار لپاره مناسبې اسانتیاوې ته بېړنۍ اړتیا لري.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

