په داسې حال کې چې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د جبري شړلو لړۍ دوام لري، زرګونه افغان ښځې او نجونې داسې هېواد ته بېرته راګرځي چې نور ورسره آشنا نه دی. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري (UNHCR) په دې اړه اندېښنه ښوولې او ویلي یې دي چې دغه ښځې نه یوازې له اقتصادي او بشري کړکېچ سره مخ دي، بلکې په داسې واقعیت کې ژوند پیلوي چې بنسټیزې ازادۍ یې ترې اخیستل شوي دي.عرفات جمال، په افغانستان کې د UNHCR استازی وایي: «دا ښځې د افغانستان دي، خو له افغانستانه نه دي؛ ډېری یې بهر زېږېدلي او لوی شوي، زدهکړو او نسبي ازادۍ ته یې لاسرسی درلود. اوس په داسې افغانستان کې راښکته کېږي چې له دې فرهنګ او فکر سره یې هېڅ تړاو نه لري.»د هرات ولایت په اسلامقلعه پوله کې هره ورځ زرګونه ښځې او ماشومان د پولو څخه اوړي؛ ستړي، ګډوډ او له کړاوونو ډک حالت کې. ډېری یې د امنیتي فشارونو، د قانوني اسنادو نشتوالي او د کوربه هېوادونو د سخت ژوند له امله بېرته ستنېږي.د UNHCR د راپور له مخې، د منلو مرکزونو حالت بحراني دی. د حرارت درجه له ۴۰ سانتيګرډه لوړه شوې، خو د ستنې شویو ښځو لپاره د رسېدنې امکانات ډېر کم دي.«موږ هره ورځ له دردوونکو پوښتنو سره مخ کېږو؛ یو کمپل ورکړو که څلور؟ یوه ډوډۍ ورکړو که درې؟»جمال زیاتوي چې تر جولای میاشتې یوازې ۲۸ سلنه اړتیاوې د بودیجې له مخې پوره شوې دي.په ورته وخت کې د کډوالو د ستنېدو له څپې سره سم د وچکالۍ کړکېچ، پراخ فقر او د عامه خدماتو ړنګېدو، د ستنې شویو ښځو او نجونو ژوند لا پسې سخت کړی دی.د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) د راپور پر بنسټ، له ۷۰ سلنې ډېره د افغانستان وګړي په بېوزله وضعیت کې ژوند کوي او د ښځو لپاره د کار او زدهکړې فرصتونه نږدې له منځه تللي دي.ملګرو ملتونو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې بشري مرستې دې ډېرې کړي او د افغان ښځو ملاتړ دې په لومړیتوب کې ونیسي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

