په تازه راپورونو کې ویل شوي چې د یو افغان کډوال ځوان په نامه بشیر مړی د تهران په یوسفآباد سیمه کې موندل شوی دی.سرچینې وایي چې دغه ځوان د سر شا ته له درنې ضربې وژل شوی او په هماغه شېبه کې یې ساه ورکړې ده.د خپرو شویو معلوماتو له مخې، بشیر درې کاله د یوه کور ساتنه کوله؛ داسې کور چې مالکانو یې په کاناډا کې ژوند کاوه. هغه د هغوی د ملکیتونو ساتنه پر غاړه لرله، خو په پای کې په مرموزه توګه ووژل شو.په همدې تړاو بل خبر هم خپور شوی چې په کې بل افغان ځوان کډوال طاها وژل شوی دی. د دغه ځوان مړی ټوټې شوی حالت کې موندل شوی او راپورونه ښيي چې د هغه سر او د بدن غړي پرې شوي دي.ویل کېږي چې د دې جنایتونو عاملین ایراني وګړي دي چې د نژادپرستانه انګیزو له مخې یې دغه افغان کډوال وژلي دي.هغه کس چې د طاها په قتل تورن دی، له پېښې وروسته تښتېدلی او د هغه د نیولو هڅې روانې دي.په داسې حال کې چې ټولنیزې رسنۍ د افغان مهاجرانو له غبرګونونو ډکې دي، ځینو ټولنیزو فعالانو د «ښځه، ژوند، ازادي» شعار د پلویانو چوپتیا د دې وحشتناکو پېښو په وړاندې د اندېښنې وړ او د پوښتنې وړ بللې ده.د یادونې وړ ده چې تر دې دمه د ایران رسمي بنسټونو د دې دوو پېښو په اړه څه نه دي ویلي او هڅې روانې دي چې له باوري سرچینو نور معلومات ترلاسه شي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

