ریچارډ بنت، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي، د نړیوالې جزايي محکمې له خوا د طالبانو د مشرانو د نیولو د حکم هرکلی کړی او د عدالت د ټینګښت لپاره یې د لا جدي ګامونو پر اړتیا ټینګار کړی دی.بنت د شنبې په ورځ (۲۰ د چنګاښ) په خپل اکسپاڼه کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ملاتړ له دې حکم سره د معافیت پر ضد د مبارزې په لار کې یو مهم ګام دی، خو ټینګار یې کړی چې هڅې باید یوازې په همدې ځای کې ونه دریږي.په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو یو شمېر کارپوهانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پراخ او سیستماتیک ځپل د نړیوالې جزايي محکمې له خوا د دې حکم د صادرېدو یو اصلي دلیل دی.نړیوالې جزايي محکمې تېره اوونۍ د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده او د دې ډلې د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم د بشریت ضد جنایتونو په تور ورکړی دی.په غبرګون کې طالبانو ویلي چې نړیواله جزايي محکمه نه پېژني او دا حکم ردوي.دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو مدافع بنسټونو څو ځله په افغانستان کې د بشري حقونو د خراب وضعیت په اړه خبرداری ورکړی او د بشري حقونو د پراخو سرغړونو، په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې، د عاملینو د ځواب ویلو غوښتنه کړې ده.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

