آریانا سعید، د افغان ښځو د حقونو پېژندل شوې سندرغاړې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر له خوا د ۲۰۲۵ کال د «های نوت» لومړنۍ نړیواله بشري حقونو جایزه خپله کړه.دا جایزه د «موږ پر امید باور لرو» په نوم سندرې ته ورکړل شوې چې د جولای په ۱۲مه د نړیوال امید د ورځې په مناسبت وړاندې شوې ده.ملګرو ملتونو ویلي چې د دې جایزې موخه د برابري، د ښځو ځواکمنتیا او الهامبښونکو هنري پیغامونو ستاینه ده.یاده سندره د پېژندل شوي امریکایي کمپوزر جف بیل (د پنځو امي جایزو ګټونکی) او د جون بیل په ترانهلیک سره جوړ شوې ده.دغه اثر د آریانا سعید او د بروکلین د ځوانانو ډلې له خوا اجرا شوی او په ځانګړي ډول د افغانستان د روبوټیک ټیم د نجونو کیسې ته ځانګړی شوی؛ هغه ټیم چې په نړیواله کچه د افغان نجونو د وړتیا او ارادې سمبول ګڼل کېږي.آریانا سعید په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې د یوې افغان ښځې په توګه دغه نړیواله جایزه ورته د ویاړ ځای او د خپلو هنري او د ښځو د حقونو د فعالیتونو د دوام لپاره نوره انګېزه ده.دغه سندره همدارنګه د «قانون ماتول» (Defying the Law) په نوم مستند فلم د بیک ګراونډ موسیقۍ په توګه هم کارول شوې ده چې د انگل سټوډیو له خوا تولید شوی دی.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

