ملګرو ملتونو ویلي چې د خپل پرمختیايي پروګرام (UNDP) په چوکاټ کې یې له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۴ پورې نږدې ۸۰ زره وړو کاروبارونو سره مرسته کړې چې ۹۷ سلنه یې ښځو ته سپارل شوي دي.دغه اداره د یکشنبې په ورځ (۲۲ چنګاښ) په یوه تازه راپور کې ویلي چې په تېرو درې کلونو کې یې د افغانستان د سختو ټولنیزو او اقتصادي شرایطو سره سره، د ښځو اقتصادي ځواکمنتیا ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.په راپور کې راغلي چې د ښځو پر زدهکړو او کار د بندیزونو له زیاتېدو سره، د هغوی تړاو غیررسمي او ناپایدارو کارونو ته په اندېښمنونکي ډول ډېر شوی دی.تازه شمېرې ښيي چې په غیررسمي بازار کې د ښځو ونډه له ۳۷ سلنې (۲۰۲۳) څخه په ۲۰۲۴ کال کې ۵۷ سلنې ته رسېدلې ده.د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام ویلي چې د سیمهییز لیدلوري او له ځایي بنسټونو سره په همغږۍ، هڅه کوي ښځې په بېلابېلو برخو لکه تولید، ځایي سوداګرۍ، لاسي صنایعو او خدمتونو کې په مؤثره توګه ملاتړ کړي.موخه یې دا ده چې د لرې پرتو او محرومو سیمو ښځو ته د اقتصادي ثبات زمینه برابره شي.د اقتصادي فرصتونو تر څنګ، د UNDP پروګرامونه پاکې انرژۍ ته لاسرسی، لومړني روغتیايي خدمتونه، زدهکړه او د مهارتونو لوړونه هم په بر کې نیسي.ملګري ملتونه وایي چې دغه ټول فعالیتونه د دې لپاره دي چې ښځې د کورنۍ او ټولنې د اصلي ستنې په توګه د اقتصادي ځانبساینې او زغم وړتیا په لور ولاړې شي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

