نصیر احمد فایق، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي سرپرست، د طالبانو د ژبې په سیاستونو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د دې ډلې نااشنايي له فارسي-دري ژبې سره د هغوی د جهادي مدرسو له زده کړو سرچینه اخلي. فایق په خپله ایکس پاڼه کې ویلي چې د یوې ځانګړې ژبې د تحمیل هڅې او د نورو ملي ژبو له پامه غورځول د بېلابېلو قومونو د فرهنګ او هویت سپکاوی دی او یوه سیستماتیکه هڅه ده چې خلکو کې تفرقه خپره کړي.هغه زیاته کړې چې دري او پښتو ژبې د افغانستان د فرهنګي پانګې او ملي یووالي برخه دي او تل په ادارو، ښوونیز نظام او ټولنیزو اړیکو کې کارول شوي دي.فارسي-دري ژبه، چې په مرکزي، شمالي، لوېدیځو سیمو او د کابل په ځینو برخو کې د اکثریت خلکو رسمي ژبه ده، د افغانستان د ملي هویت په جوړېدو کې مهم رول درلودلی دی.خو له ۱۴۰۰ کال راهیسې، چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، د دې ژبې د له منځه وړلو یا څنډې ته د تللو نښې په رسمي اسنادو، ښاري لوحو او دولتي رسنیو کې لیدل کېږي. فایق ټینګار کړی چې د افغانستان تاریخ ښيي چې افراطي، سلطهپالې او قومي سیاستونه هېڅکله نه دي پاتې شوي او په پای کې د خلکو له غوسې سره مخ شوي دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

