د افغانستان د ښځو خپلواکه غورځنګ په یوه اعلامیه کې له هېوادوالو او د بشر حقونو له پلویانو غوښتنه کړې چې د اګست په ۱۵مه د طالبانو د رسمیت پېژندنې پر وړاندې نړېوالې مظاهرې ترسره کړي.په دې اعلامیه کې چې د یکشنبې په ورځ (۲۲ د چنګاښ) خپره شوې، ویل شوي: «طالبانو ته رسمیت ورکول د بشر حقونو ښکاره نقض او د افغانستان له ښځو سره خیانت دی. د نړۍ چوپتیا د جنسیتي اپارتاید ملګرتیا ده.»غورځنګ ټینګار کړی چې د دې بلنې موخه د عدالت او ازادۍ لپاره ګډ درېځ او د هغه نظام پر وړاندې مخالفت دی چې د دوی په خبره، د جنسیتي تبعیض او سرکوب بنسټ یې اېښی دی.یاد غورځنګ د «#طالبان په رسمیت مه پيژنئ» او «#DontRecognizeTaliban» هشتګونو سره خپله غوښتنه خپره کړې او له نړیوالو بنسټونو، د بشر حقونو له سازمانونو او مدني فعالانو یې غوښتنه کړې چې د دې حرکت ملاتړ وکړي او د افغان ولس، په ځانګړي ډول د ښځو غږ نړۍ ته ورسوي.د اګست ۱۵مه نېټه د ۲۰۲۱ کال (۲۴ اسد ۱۴۰۰) هغه ورځ ده چې کابل پرته له جدي مقاومت د طالبانو لاس ته ولوېد او جمهوري نظام ړنګ شو. دا پېښه د افغانستان د وروستیو بدلونونو یو مهم بدلون بلل کېږي چې د هېواد سیاسي لار یې بدله کړه.د طالبانو له واکمنېدو وروسته په هېواد کې د حکومتي جوړښت بدلون، د بیان ازادۍ پراخ بندیزونو، د نجونو د ښوونځیو تړل کېدل، د ښځو دندو حذف او د مدني اعتراضونو ځپنه رامنځته شوې. ډېری نړیوال بنسټونه او د بشر حقونو ملاتړي طالبان د بشر حقونو جدي ناقضان ګڼي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

