راوی زن پشتو
سه‌شنبه 1 ثور 1405
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

د کډوالو د حقونو څار: د افغان ښځو د کډوالۍ دوسیو د ژر بیا پیل غوښتنه وکړه

24 سرطان 1404
د کډوالو د حقونو څار: د افغان ښځو د کډوالۍ دوسیو د ژر بیا پیل غوښتنه وکړه

د کډوالو د حقونو د څار سازمان په خپل وروستي بیان کې د پاکستان کې د افغان ښځو د کډوالۍ دوسیو د څېړنې د ځنډېدو له امله ژوره اندېښنه ښودلې او د امریکا له حکومت څخه یې غوښتي چې د P-1 او P-2 په نوم د لومړیتوب لرونکي کډوالۍ پروګرامونه ژر تر ژره بیا پیل کړي.په بیان کې ویل شوي چې دا ښځې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په ۲۰۲۱ کال کې پاکستان ته تښتېدلې دي او اوس له درې کلونو راهیسې په یوه ناڅرګند حقوقي وضعیت کې ژوند کوي.ډېرې یې خبریالانې، مدني فعالانې او یا د امریکايي بنسټونو د کارکوونکو د کورنیو غړې دي چې د ټاکل شویو معیارونو له مخې د امریکا د کډوالۍ د پروګرامونو مستحقې دي.خو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د روان زیږدیز کال په پیل کې د یوه اجرایي فرمان له مخې، د دوی دوسیې وځنډېدې. دا فرمان باید یوازې ۹۰ ورځې پلي وای، خو له شپږو میاشتو ډېر وخت تېر شوی او لا هم نه کوم پرمختګ شوی او نه هم مشخص مهالویش اعلان شوی دی.دغو ښځو په ویډیويي پیغامونو کې چې د بشري حقونو ادارو ته یې لېږلي دي، شکایت کړی چې په «حقوقي خلأ» کې ژوند کوي، له روغتیايي خدمتونو، د کار او زده‌کړو اجازې او قانوني ملاتړ پرته، په ویره کې ورځې تېروي او د نیول کېدو او ایستلو له خطر سره مخ دي.د دغو ښځو له ډلې یوه ویلي: «موږ د امریکا تر څنګ ولاړې وو، اوس له هغوی غواړو چې زموږ تر څنګ ودرېږي.»د بشر د حقونو مدافع بنسټونه لکه د بشر د حقونو څار او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري هم خبرداری ورکړی چې د دې پروسې اوږدې ځنډېدنه د زرګونو افغان ښځو او ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي.په پای کې دغو افغان کډوالو په خپل پیغام کې ویلي: «موږ صدقه نه غواړو، یوازې هغه څه غواړو چې ژمنه یې شوې وه، څو وکولای شو خپل ژوند په عزت او خوندي ډول بیا جوړ کړو.»

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In