اروپايي ټولنې په خپله اکس پاڼه کې په یوه خپور شوي پیغام کې ویلي چې د خپلو نړیوالو شریکانو په همکارۍ ژمنه ده چې د افغان ښځو او نجونو لپاره د زدهکړې، کار او فردي پرمختګ فرصتونه برابر کړي.په پیغام کې راغلي: «افغان نجونې د زیات فرصت مستحق دي، نه بندیزونه! موږ له خپلو شریکانو سره کار کوو څو ښځو او ځوانو نجونو ته د زدهکړې، کار او پرمختګ اړین مهارتونه او ملاتړ برابر کړو څو وکولی شي خپلې ټولنې یوې ښه راتلونکې ته بوځي.»دا دریځ په داسې حال کې اعلانېږي چې له څو کلونو راهیسې د افغانستان د منځنۍ او لېسې ښوونځیو دروازې پر نجونو تړلې دي. د نړیوالو ادارو په وینا، دا کار په نړۍ کې تر ټولو ژور ښوونیز بحران رامنځته کړی دی.د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې له ۱.۵ میلیونه زیاتې نجونې له رسمي زدهکړو بې برخې دي.دا وضعیت افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد ګرځولی چې نجونې له منځنۍ او لوړې زدهکړې محروموي.د دې ترڅنګ، د ملګرو ملتونو د علمي، فرهنګي او ښوونیز سازمان (یونسکو) هم خبرداری ورکړی چې د ښوونځیو تړل پاتې کېدل د افغان ښځو د یوې بشپړې نسل راتلونکی له هېروالي، بېوزلۍ او ټولنیز انزوا سره مخ کوي.یونسکو په خپل د ۲۰۲۵ کال راپور کې لیکلي: «زدهکړه نه یوازې د هر انسان بنسټیز حق دی، بلکې د یوه ټولنې د دوامدار پرمختګ ستن هم ګڼل کېږي. د ښځو له زدهکړې جوړښتي محرومیت د افغانستان پرمختګ ته جبران نه منونکي زیان رسوي.»سره له دې، اروپايي اتحادیه ټینګار کړی چې د افغان ښځو او نجونو پیاوړتیا ته ژمنه ده او غواړي چې د دوی ښوونیز او کاري حقونه بېرته ورکړل شي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

