د طالبانو تر ولکې لاندې د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، پرون له درې زرو او ۶۶۰ زیاتې افغان کډوالې کورنۍ له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راستنې شوې دي.په راپور کې راغلي چې له دې ډلې ۳۷ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارې، ۳۵ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له پولې، ۱،۲۲۹ کورنۍ د نیمروز د پُل ابریشم له لارې او ۲،۳۶۱ کورنۍ د هرات د اسلامقلعه له لارې هېواد ته دننه شوې دي.په داسې حال کې چې د افغان کډوالو د پراخې ستنېدنې لړۍ دوام لري، د ملګرو ملتونو اړوند ادارو په ځانګړي ډول د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغانستان د وړتیا په اړه اندېښنه ښودلې چې ایا دا کورنۍ په دوامدار ډول ځای پر ځای او منظمې کېدای شي که نه.اوچا په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې د هېواد دننه د سرچینو، بنسټونو او بنسټیز خدمتونو نشتوالی د راستنېدونکو کډوالو د ادغام بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.په همدې مهال د مېلمنو هېوادونو کې د افغان کډوالو پر وړاندې سیاسي او ټولنیزې فشارونه زیات شوي چې له امله یې په تېرو اوونیو کې د بېرته ستنېدونکو شمېر په څرګند ډول لوړ شوی دی.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

