ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دې هېواد د کډوالو او بهرنیو چارو مرکز اعلان کړی چې هغه افغان کډوال چې په ناقانونه توګه په ایران کې مېشت دي، کولی شي تر ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې تر پایه پورې په خپله خوښه ووځي.د تایباد ولسوال حسین جمشیدي دا خبر اعلان کړی او ویلي یې دي چې هره ورځ په اوسط ډول ۲۰ زره افغان کډوال د دوغارون د ځمکنۍ پولې له لارې افغانستان ته ستنېږي.نوموړي زیاته کړې چې کډوال کولی شي د دې مودې په ترڅ کې خپل توکي او د کور سامان هم ولیږدوي.جمشیدي د ایران د ۴۷ کلنې مېلمستیا یادونه کړې او ټینګار یې کړی چې ناقانونه مېشت اتباع باید ژر تر ژره خپله ستنېدنه پيل کړي.د هغه په وینا، د کډوالو د وضعیت د سمون لپاره هره ورځ له ۱۰ زرو زیات د اوږدمهاله خوړو بستې، ۳۰ زره بوتله یخې اوبه او ۴۵۰۰ ډوډۍ د جهادي ډلو، خیریه موسسو او ولسي بنسټونو په مرسته په وړیا ډول وېشل کېږي.جمشیدي زیاتوي: «په هېڅ هېواد کې د بهرنیو وګړو د ناقانونه او بې اسنادو اوسېدلو امکان نشته. د ایران چارواکو هم په وار وار ویلي چې نور د کډوالو د منلو او استوګنې ظرفیت نه لري.»د دوغارون ځمکنۍ پوله د خراسان رضوي ولایت له مهمو لارو څخه ده چې افغان کډوال هېواد ته ورګرځي.خو د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونو په ځانګړي ډول د کډوالو عالي کمېشنري (UNHCR) او د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) تازه راپورونه ښيي چې په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.د راپورونو له مخې یوازې تېر کال له ایرانه سلګونه زره افغان کډوال یا په زور ایستل شوي یا په خپله خوښه ستانه شوي دي.ډېرې کورنۍ د ایستلو پر مهال د لومړنيو اړتیاوو لکه خواړو، اوبو، اوسیدلو ځای او طبي پاملرنې ته لاسرسی نه درلود. په ځانګړي ډول ښځې، ماشومان، ناروغان او مشران د ستنېدنې په بهیر کې ډېر زیانمن شوي او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

