یوشمېر باوري سرچینو «راوي زن» ته ویلي چې د طالبانو چارواکي، په ځانګړې توګه د هغوی استخباراتي څانګه هڅه کوي چې د خلکو د خپلسري مرستو بهیر تر خپل کنټرول لاندې راولي.یو باخبره کس چې له لومړیو ورځو راهیسې د جبري اخراج شوو کډوالو د مرستې په بهیر کې ونډه لرلې، وايي طالبانو ورته ویلي چې نور د کډوالو کمپونو ته د خلکو د ورتګ اجازه نشته.د سرچینې په وینا، هره ورځ لسګونه خلک او دوکانداران د ایران نه تازه راستنو شوو کډوالو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته کوي، خو طالبان د هغوی مخه نیسي.له اسلامقلعه پوله پرته چې د راستنېدونکو لومړۍ تمځای دی، په ښار کې د ټانک مولوي او مولانا عبدالرحمن جامي پارک هم د کډوالو د تم ځایونو په توګه بدل شوي دي.دا کډوال چې د خپلو اصلي ولایتونو پر لور د لېږد په تمه دي، هره ورځ د خوراکي توکو، موقتي سرپناه، د ښځو د حفظالصحې توکو او دوايي مرستو ته اړتیا لري. ډېری یې د خپل ولایت د لېږد پیسې هم نه لري.یوې بلې سرچینې «راوي زن» ته ویلي: «پرون یو سړی راغی، دوه لکه افغانۍ یې راوړې وې چې مرسته وکړي، خو کله چې طالبانو مخه ونیوله او خلکو ته د وېش اجازه یې ورنه کړه، سړی هم خپله مرسته بېرته يوړه او طالبانو ته یې هم ورنه کړه.»راپورونه ښيي چې ځینې کورني خیریه بنسټونه او مرسته رسوونکي ادارې هم د طالبانو له خوا د مرستو د نیغ په نیغه کنټرول څخه ناخوښ دي.په ورته وخت کې ځینې د چارو شنونکي وايي که د طالبانو لاسوهنه دوام وکړي، د هرات د خلکو ترمنځ رامنځته شوې ټولنیزه همغږي به ټوټه شي.دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو پرون خبرداری ورکړ چې په پوله او د هرات په بېلابېلو سیمو کې ډېری ښځې او ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او نړیوالې ټولنې ته یې د ګډ اقدام غوښتنه وکړه.د طالبانو دغه لاسوهنه په داسې وخت کې روانه ده چې هره ورځ د ایران له لوري د افغان کډوالو ایستل په شدت سره دوام لري او یوازې په تېرو ۲۲ ورځو کې له اسلامقلعه لارې څه باندې ۵۷۴ زره کسان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

