د مخابراتي شرکتونو له خوا هره ورځ شاوخوا ۷۵۰۰ سیم کارت هغو کډوالو ته وړیا ورکول کېږي چې له ایران څخه ایستل کېږي.د طالبانو سیمهییزه اداره په هرات کې وایي چې دغه شمېر سیم کارتونه د اسلامقلعه په پوله کې د کډوالو سره د کورنۍ اړیکو د ټینګ ساتلو لپاره ورکول کېږي.د هرات د والي د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې دا لړۍ د کډوالو لپاره د اړیکو د اسانتیا مهم ګام بللی او ټینګار یې کړی چې د سیم کارتونو وېش به دوام وکړي.په اعلامیه کې ویل شوي چې ټول سیم کارتونه مخکې راجسټر کېږي او سمدلاسه د غوښتونکو بایومټریک وروسته فعالېږي چې پرې اړیکې، انټرنټ او پیغامونه ممکن وي.دا په داسې حال کې ده چې هره ورځ ګڼ شمېر افغان کډوال د ایران له خوا بې له وړاندې خبرتیا نیول کېږي او د افغانستان پولې ته ایستل کېږي.سرچینې وایي اوس مهال زرګونه ایستل شوي کډوال، په ځانګړې توګه کم عمره ماشومان، د ملګرو ملتونو د سازمان تر سرپرستۍ لاندې په سرحدي مرکزونو کې ساتل کېږي تر څو خپلو کورنیو ته ورسېږي.دا پروسه په داسې وخت کې روانه ده چې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) ویلي چې له روان میلادي کال راهیسې تر اوسه ۵۰۰۰ افغان ماشومان بې د کورنۍ له شتون څخه له ایرانه ایستل شوي دي.د ډېرو دغو ماشومانو د کورنیو او خپلوانو په اړه په لومړیو ورځو کې هېڅ معلومات نه وو، خو د سیم کارتونو وېش او د ملګرو ملتونو ملاتړ کولای شي هغوی بیا خپلو کورنیو سره ونښلوي.یو د ښځو او ماشومانو د حقونو فعال وایي چې د کورنۍ اړیکو پرې کېدل او د اړیکو وسایل نهلرل کډوال له جدي رواني ستونزو سره مخ کوي.په همدې حال کې یو شمېر بېرته راستنېدلي کډوال د دې پروسې هرکلی کوي او وایي چې مخابراتي شرکتونه باید د سیم کارت وېش چټک کړي څو ټول کډوال له دې خدمت څخه ګټه واخلي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

