د طالبانو رسمي سرچینو خبر ورکړی چې د سرپل ولایت د ګوسفندي ولسوالۍ په کچه ۱۸ تنه کسانو ته د خلکو په وړاندې د دورې سزا ورکړل شوې ده.دا کسان چې پنځه ښځې او دیارلس نارینه دي، د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۵مه د خلکو په وړاندې سزا ورکړل شوې ده.د طالبانو د سترې محکمې په وینا، دغه کسان د قمار، زنا، قصدي وژنې او د «غیراخلاقي» تلیفوني اړیکو په تور نیول شوي او محکوم شوي دي.د محکمې په اعلامیه کې ویل شوي چې دوی ته له ۲۰ څخه تر ۳۵ د دورو وهلو سزاوې او همدارنګه له شپږو میاشتو تر دوه کلونو پورې د بند سزاوې ورکړل شوې دي.په اعلامیه کې ویل شوي چې د دورې حکم د طالبانو د قاضيالقضات له تایید وروسته عملي شوی دی.طالبان تر دې وړاندې هم په بېلابېلو سیمو کې خلک د ورته تورونو په تور د خلکو په وړاندې په دورو وهلو یا ان په اعدام محکوم کړي دي.د بشري حقونو مدافع بنسټونو څو ځلې د دغو کړنو غندنه کړې او دا یې د نړیوالو قوانینو او د انساني کرامت خلاف بللي دي.له هغه راهیسې چې طالبانو شاوخوا څلور کاله مخکې بیا واک ته رسېدلي دي، په محاکمو کې د بدني سزاوو کارول ډېر شوي او نړیوالې ادارې د افغانستان د عدلي او قضایي وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګندوي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

