د ملګرو ملتونو د بشر د مېشتېدو پروګرام (UN-Habitat) د کابل د اوبو د سرچینو د حالت په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان پلازمېنه له بېسارې د اوبو د کمښت له کړکېچه سره مخ شوې ده.دې ادارې د پنجشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۶مه، په ایکس ټولنیزه شبکه کې په خپاره شوي پیغام کې ویلي چې په کابل کې د ځمکې لاندې اوبه په اندېښمنوونکي ډول کموالی مومي او دا وضعیت د دې ښار د شپږ میلیونه څخه ډېرو اوسېدونکو روغتیا او د ژوند امنیت ته ګواښ پېښوي.په دغه پیغام کې راغلي دي: «په کابل کې د اوبو د کړکېچ مهار کول پراخې پانګونې، د ادارو ترمنځ نږدې همغږي، او د خلکو د پوهاوي لوړولو ته اړتیا لري. اوبه ژوند دی. باید همدا اوس لاس په کار شو.»د بارانونو کمښت، پرلهپسې وچکالي، د ځمکې لاندې اوبو بېرویه کارول او د دوامدارې اوبو مدیریت سیستم نشتوالی د دې کړکېچ له مهمو لاملونو څخه شمېرل شوي دي.د نړیوالو ادارو په وینا، دا مهال د کابل له نیمایي ډېره برخه خلک پاکو څښاک اوبو ته د لاسرسي په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي او ډېری کورنۍ اړ دي چې هره ورځ د اوبو د پیدا کولو لپاره څو ساعته وخت ولګوي.د ملګرو ملتونو د بشر د مېشتېدو پروګرام ټینګار کړی چې په کابل کې د اوبو کړکېچ یوازې د لنډمهالو او موقتي اقداماتو له لارې نهشي حل کېدای، بلکې یوه پراخه او اوږدمهاله طرحه غواړي چې د حکومتونو، بشردوستانه سازمانونو او ځایي ټولنې ګډه ونډه پکې اړینه ده.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

