د هرات ولایت سره صلیب ویلي چې له هغه وخته چې له ایرانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پیل شوې، تر دې دمه ۸۲۴ ورک شوي ماشومان د اسلامقلعه په پوله پېژندل شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.د هرات د ځایي ادارې په وینا، د دې ولایت د سره صلیب مسئولین هره ورځ لسګونه ماشومان چې له کورنیو پاتې وي، د پولې په ګڼې ګوڼه کې پېژني او خپلو خپلوانو ته یې سپاري. د کډوالو د ډلهییز ستنېدو له امله رامنځته شوې بېسارې ګڼې ګوڼې د ماشومانو د کورنیو څخه بېلېدو اصلي لامل بلل شوی دی.تر ماشومانو پرته، د هرات سره صلیب ویلي چې تر دې دمه یې له ۹۵ زره ډېر بېړني مرستندویه بستهګانې چې خوراکي توکي، د څښاک اوبه او روغتیايي تجهیزات پکې شامل دي، د اسلامقلعه په پوله وېشلي دي. همدارنګه، روغتیايي ټیمونه له مجهزو امبولانسونو سره په سیمه کې ځای پر ځای شوي چې اړمنو ته عاجل روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.سره له دې، اندېښنې ډېرې شوې دي چې د ایران له خاورې د بېسرپرسته او کمعمره ماشومانو د نیولو او ایستلو بهیر پرته له دې چې د هغوی کورنۍ ته خبر ورکړل شي، روان دی. یو شمېر دا ماشومان پرته له مور او پلار یا سرپرست له ایرانه د حکومتي ځواکونو له خوا نیول شوي او په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم تر دې وړاندې ویلي وو چې تر اوسه شاوخوا ۵ زره بېسرپرسته ماشومان له ایرانه ایستل شوي او د دې ادارې تر ملاتړ لاندې نیول شوي دي.دا پېښې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې یوازې په تېرو لږو میاشتو کې له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو نوې څپه پیل شوې او د رسمي شمېرنو له مخې تر دې دمه له ۶۲۱ زره او ۵۰۰ ډېرو کسانو افغانستان ته ستنیدلی دی.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

