طالبانو اعلان کړی چې د پکتیکا ولایت یو اوسېدونکی یې د «د پیغمبر اسلام او دیني مقدساتو د سپکاوي» په تور د اعدام سزا ته محکوم کړی دی.د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند، سیفالاسلام خیبر، د پنجشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۶مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تورن کس «عبدالعلیم خاموش» نومېږي او د پکتیکا د جانيخېل ولسوالۍ اوسېدونکی دی.په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو اړوند ځواکونو عبدالعلیم د شریعت، د پیغمبر اسلام او دیني ارزښتونو د سپکاوي په تور نیولی او اړوندو ادارو ته یې سپارلی دی.طالبان ادعا کوي چې نوموړي په څېړنو کې په خپل «سپکاوي» اعتراف کړی دی.سره له دې چې د اعدام حکم ورکړل شوی، خو د طالبانو چارواکو تر اوسه د دې حکم د دقیقې پلي کېدو نېټه او ځای نه دی څرګند کړی.له هغه راهیسې چې طالبان بیا په افغانستان کې واک ته رسېدلي، دا د اعدام د حکمونو نهمه پېښه ده چې اعلان یا عملي کېږي. د دغسې سزاګانو پلي کول پرته له شفاف حقوقي بهیر او د خپلواکو قضایي بنسټونو له څارنې، د بشري حقونو بنسټونه او د وینا د ازادۍ پلویان سخت اندېښمن کړي دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

