راوی زن پشتو
دوشنبه 19 اسد 1405
فارسی
EN
No Result
View All Result
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

د افغانستان د خپلواکۍ جبهه: د طالبانو له‌خوا د ښځو نیول او تری تم کول نه بښونکي جنایت دی

28 سرطان 1404
ملګري ملتونه: له ایران څخه تر اوسه له ۶۴۰ زرو ډېر افغانان ستانه شوي؛ «کورنیو ستړي، وږي او اندېښمن دي»


د افغانستان د خپلواکۍ جبهې په یوه خپره کړې اعلامیه کې د طالبانو له‌خوا د ښځو خپله‌سري نیول او جبري تری تم کول «یو نه بښونکی او نه توجیه کېدونکی جنایت» بللی او په خورا سختو ټکو یې غندلی دی.
د دې اعلامیې له مخې، طالبانو په دې وروستیو کې په کابل کې خپله‌سري نیونې، تنظیم شوې تښتونې او د یو شمېر ښځو ځورونې ترسره کړي چې دا کړنې یې «د بشري کرامت، اخلاقي ارزښتونو او بشري حقونو ښکاره نقض» بلل شوی دی.
د افغانستان د خپلواکۍ جبهې خبرداری ورکړی چې دا ډول هدفمند ځپنه د ښځو د سپکاوي او په هېواد کې د ځانګړو قومي او ژبنیو ډلو د وېرې د خپرولو یوه سیستماتیکه تګلاره ده.
په اعلامیه کې ویل شوي: «په شخصي حریم لاس اچول او د ښځو بشري کرامت او بنسټیزې ازادۍ تر پښو لاندې کول نه مشروع دي، نه توجیه کېدلی شي او نه د منلو وړ دي.» دغه جبهه ټینګار کړی چې د طالبانو پر وړاندې به د دې ظالمانه کړنو پر ضد «په ټول ځواک» ودریږي.
د خپلواکۍ جبهې دا هم خبرداری ورکړی چې له دې وروسته به د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداره د دې جبهې د جنګیالیو بریدګرو لپاره «مشروع موخه» وي او د دې کړنو بشپړه مسوولیت به د طالبانو پر غاړه وي.
یادونه دې وي چې سرچینو «راوي زن» ته هم تایید کړې چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ځواکونو په ښارنو سیمه کې یو شمېر ځوانې ښځې نیولې دي.
په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې څو ښځې په ښکاره ډول وېره لري او د طالبانو د وسلوالو له‌خوا د دې ډلې موټرو ته بېول کېږي.
عیني شاهدان وايي چې دا نیونې پرته له کوم مشخص دلیل او له مخکې له خبرتیا ترسره شوې دي.
ویل کېږي چې ډېری دغه ښځې له بازارونو، کوڅو، روغتونونو او د ښارنو له پلورنځایونو نیول شوې دي.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

خبرنامه


© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In