عبدالرب رسول سياف، چې د هېواد يو پېژندل شوی دیني او جهادي شخصیت دی، د طالبانو لهخوا د ښځو د نیولو په اړه ویلي چې دا کار د شریعت ښکاره خلاف او د اسلامي عزت، افغاني غیرت او انساني مروت سپکاوی دی.هغه په یوه پیغام کې خبرداری ورکړی دی: «طالبه له خدايه وډاره شه! په ښځو لاس اچول او د نامحرمو سړو لهخوا د هغوی نیول او زندانونو ته لېږدول چې هلته زندانساتونکي هم سړي دي، نه یوازې د دین او شریعت خلاف دي، بلکې اسلامي عزت او افغاني غیرت هم تر پښو لاندې کوي.ده زیاته کړې چې دا کار یوازې له شرعي پلوه ناروا نه دی، بلکې د شریعت په نوم یې ترسره کول د دین او شریعت په حق کې ستره جفا ده.»دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې سرچینو او عیني شاهدانو «راوي زن» ته تایید کړې چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ځواکونو په دې وروستیو کې یو شمېر ځوانې ښځې د کابل له ښارنو سیمې نیولي دي.په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي ويډیوګانې ښيي چې نیول شوې ښځې په ښکاره ډول وېره لري او د طالبانو د وسلوالو لهخوا د دې ډلې موټرو ته بیول کېږي.شاهدان وايي چې دا نیونې پرته له کوم مشخص دلیل او له مخکې له خبرتیا ترسره شوي او زیاتره ښځې له بازارونو، روغتونونو، کوڅو او د ښارنو له پلورنځایونو څخه وړل شوې دي.راپورونه دا هم وايي چې ځینې دغو ښځو بشپړ حجاب درلود، خو بیا هم د طالبانو د ځواکونو لهخوا له سخت چلند سره مخ شوې دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

