نړیوال د کډوالو سازمان (IOM) خبرداری ورکړی چې سره له دې چې روان کال کې له یو میلیون څخه ډېر افغان کډوال ستانه شوي دي، یوازې له هر لسو کسانو څخه یوه ته مرسته رسولی شي.دې ادارې نن شنبه، د چنګاښ ۲۸مه په خپل اکس پاڼه کې وضعیت «بحراني» بللی او د بېړنۍ نړیوالې مرستې غوښتنه یې کړې ده.په دې پیغام کې راغلي: «وضعیت بحراني دی. موږ یوازې یوه په لسو کسانو کې مرسته کولی شو. باید ژر تر ژره ملاتړ زیات شي.»ډېر ستنېدونکي له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راځي، چې هلته پراخ بيوزلي، ناامني، د خوراکي توکو کمښت او د روغتیايي خدماتو نشتوالی د دغو کورنیو ژوند ډېر سخت کړی دی.د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (UNHCR) هم د افغان کډوالو وضعیت باندې اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې ډېری دغه کسان د سرپناه، د څښاک اوبو، روغتیایي پاملرنې او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.نړیوال د خوړو سازمان (WFP) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د خوراکي توکو ناامني ډیره شوې او ډېر ستنېدونکي هغو سیمو ته ځي چې د وچکالۍ لاندې دي.د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) هم د بودیجې کمښت تر ټولو لوی خنډ ګڼلی او ویلي یې دي چې که عاجلې سرچینې برابرې نه شي، د مرستو رسوونکو ادارو ظرفیت به د کډوالو وضعیت ته د ځواب ویلو لپاره ډېر محدود پاتې شي.په داسې حال کې چې اروپایي هېوادونو هم د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ بیا پیل کړې ده، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د دغو ستنېدونکو د امنیت، عزت او راتلونکي په اړه اندېښنې نورې هم زیاتې شوې دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

