ولکر ترک، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر، د افغان کډوالو د جبري ستنولو د زیاتېدونکي بهیر په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له سیمې هېوادونو یې غوښتنه کړې چې دا بهیر دې ژر تر ژره ودروي.هغه خبرداری ورکړی چې ډېر دغه کسان له ستنېدو وروسته په افغانستان کې له جدي ګواښونو لکه ځورونې، خپلهسري نیونې او زورزیاتي سره مخامخ دي.ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې ټینګار کړی چې له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول له ایران، پاکستان او تاجیکستان څخه د افغانانو پراخ ایستل په افغانستان کې د بشري بحران د پراخېدو لامل شوی دی.یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې میلیونونه افغان کډوال یا په زور یا د ناچارۍ لامله بېرته هېواد ته ستانه شوي دي. په دوی کې ډېری ښځې، ماشومان، خبریالان او هغه کسان دي چې له ستنېدو سره سم د مستقیمو ګواښونو سره مخ دي.د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ټینګار کړی چې د کډوالو ستنېدل باید د نړیوالو اصولو پر بنسټ، په رضاکارانه، خوندي او د انساني کرامت په درناوي سره ترسره شي، نه د ګواښ، زور او نیونې له لارې.په دې څنګ کې د افغانستان بحراني وضعیت، د جوړښتي تبعیض زیاتوالی، پراخ بېکاري او د ټولنیزو ملاتړونو نشتوالی د ستنېدونکو لپاره ژوند ډېر ستونزمن کړی دی.ملګرو ملتونو له ټولو هېوادونو غوښتي چې د پناه غوښتونکو په اړه دې خپلو بشري او قانوني مسؤلیتونو ته درناوی وکړي او له هغو پرېکړو دې ډډه وکړي چې لویو ناورینونو ته لار هواروي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

