د فرانسې د کډوالو د پارلمان ټاکنې د ۲۰۲۵ کال په جولای کې ترسره شوې چې پکې سياره رحماني چې د افغانستان اوسېدونکې ده د ټولو کانديدانو له ډلې ډېرې رایې ترلاسه کړې او د ټاکل شويو کسانو په سر کې ځای پر ځای شوهدا ټاکنې د فرانسې مېشتو کډوالو په ګډون ترسره شوې وې او په کې ۲۹ کانديدانو له بېلابېلو هېوادونو ګډون کړی و رحماني له دې وړاندې هم د افغان کډوالو په ټولنیزو چارو کې فعاله پاتې شوې او اوس د کډوالو د پارلمان د ۱۵ اصلي غړو له ډلې يوه ټاکل شوې دههغې د پایلو تر اعلان وروسته په يوه پيغام کې له خپلو ملاتړ کوونکو مننه کړې دهد سياره رحماني ترڅنګ شپږ نور افغان وګړي هم د دې دورې په کانديدانو کې وو چې درې ښځې او څلور سړي پکې شامل وو لکهفاطمه حیدري چې د هرات ده او په فرانسې کې د ماسټرۍ زده کړیاله دهصدقالله وکيل او د کډوالو په چارو کې د څو کلونو تجربه لرونکی حقوقي فعالشکيبا داوود مدني فعاله چې له ۲۰۰۹ کال راهيسې په فرانسې کې ژوند کوي او د کډوالو د حقونو په برخه کې کار کويهمدارنګه انعامالله سمون واصل اسحاقزی او مهدي موعودي نور افغان کانديدان وود فرانسې د کډوالو پارلمان يو ولسي او غیررسمي بنسټ دی چې موخه يې د کډوالو نظرونه ستونزې او غوښتنې د فرانسې په ټولنه کې انعکاس ورکول دي دا پارلمان ۱۵ غړي لري چې د کډوالو په مستقيمو رایو ټاکل کېږي
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

