د افغانستان د ښځو د جلاوطنۍ خوځښت په یوه خپره شوې اعلامیه کې په ښارنو سیمه کې د طالبانو لهخوا د یو شمېر نجونو او ښځو خپلهسري نیول په کلکو ټکو غندلي او دا یې د ښځو د ټولنیز ژوند له ډګره د سیستماتیک حذف یوه برخه بللې دهپه دې اعلامیه کې راغلي چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د ښځو د زدهکړې، کار، ازاد تګ راتګ او په ټولنه کې د ګډون حقونه تر پښو لاندې کړي او د بشري حقونو بنسټیز اصول او د افغانستان نړیوالې ژمنې یې ښکاره ماتې کړې ديد افغانستان د ښځو د جلاوطنۍ خوځښت د ۲۰۰۴ کال د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون د ۲۴، ۴۴ او ۵۴ مادو په استناد ټینګار کړی چې فردي ازادي له تعرضه خوندي ده او دولت مکلف دی چې د ښځو او کورنیو ملاتړ او وضعیت ښه کړي خو طالبانو په وېره او ځپنې سره ښځې له خپلو بنسټیز حقونو بې برخې کړي ديپه اعلامیه کې ویل شوي چې د طالبانو کړنې له نړیوالې اعلامیې د بشري حقونو، د CEDAW کنوانسیون او د اسلامي همکاریو سازمان د بشري حقونو له منشور سره په ټکر کې دي او وروستۍ نیونې یې یوازې د فردي حقونو نقض نه بلکې د «بشریت پر وړاندې جنایت» هم ګڼل کېږيد افغانستان د ښځو د جلاوطنۍ خوځښت له نړیوالو بنسټونو په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو، د دې د بشري حقونو له کمیسیون، یونسکو او نورو د حقونو ملاتړو ادارو غوښتي دي چې:د افغانستان د ښځو وضعیت دې د جنسي آپارتاید په توګه په رسمیت وپېژنيپر طالبانو دې سیاسي، ډیپلوماټیک او حقوقي فشار زیات کړياو د ښځو معنا لرونکی حضور دې په ملي او نړیوالو سیاسي خبرو کې ډاډمن کړيپه پای کې ویل شوي دي: «د افغانستان ښځې که دننه دي که په جلاوطنۍ کې دي، هېڅکله به تسلیم نشي، موږ د خپلو خوېندو ترڅنګ ولاړ یو»دغه خوځښت نړیوالو ته په خطاب کې ویلي چې د ځپنې په وړاندې چوپتیا پخپله په ځپنه کې ګډون دی.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

