د افغانستان د ښځو د سياسي ګډون شبکه د طالبانو له خوا په کابل کې د لسګونو ښځو او نجونو د نيولو په اړه په خپره کړې اعلاميه کې ويلي دي چې دغه کړنې د ښځو د حقونو سيستماتيکه نقض او ښکاره زورزیاتي او يرغمل نيونه دي.په دې اعلاميه کې ويل شوي چې د طالبانو ځواکونو په وروستيو ورځو کې د «حجاب د نه مراعتولو» په پلمه په بېلابېلو ناحيو کې څو ښځې نيولي دي.يادې شبکې د طالبانو دا کړنې غندلي او ويلي يې دي چې حجاب يو فردي او ديني انتخاب دی او بايد د سياسي فشار وسيله ونه ګرځي.شبکې زياته کړې چې د کابل د خلکو انځورونه او کيسې د ښځو سره د تاوتريخوالي او سپکاوي چلند څرګندوي او دا د افغانستان د بشري حقونو بحران ژور ښيي.په اعلاميه کې راغلي: «جبري نيول، سپکونکي چلند او د ښځو په وړاندې د وېرې او ډار فضا رامنځته کول، نه يوازې د اسلامي او اخلاقي اصولو خلاف دي، بلکې ښکاره زورزیاتي، يرغمل نيونه او د بشر ضد جنايت بلل کېږي.»د افغانستان د ښځو د سياسي ګډون شبکه له نړيوالو بنسټونو، په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو، د بشر حقونو شورا او د ښځو د حقونو مدافع ادارو غوښتي چې په دې حالت چوپ پاتې نه شي او د ښځو د ځپلو د مخنيوي لپاره سمدستي، مسؤلانه او اغېزمن ګامونه پورته کړي.په پای کې ټينګار شوی چې د افغانستان ښځې چوپ قربانيانې نه دي، بلکې د حق او راتلونکي څښتنې دي او د دغسې کړنو دوام د افغانستان او سيمې سوله او ثبات له خطر سره مخ کوي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

