د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي دفتر (یوناما) په کابل کې د ښځو او نجونو د وروستيو نيونو په اړه غبرګون ښودلی او له طالبانو څخه يې غوښتنه کړې چې له ښځو سره په محدودوونکو کړنو کې ژر بياکتنه وکړي.یوناما ويلي چې د دغو نيونو د لا ډېرو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره له طالب چارواکو سره په تماس کې دی او خپلې ژورې اندېښنې يې د دغو کړنو د ذهني امنيت او د افغان ښځو د فردي آزاديو پر اغېزو څرګندې کړې دي.په يوناما خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې دا ډول کړنې نه يوازې په ټولنه کې د وېرې احساس خپروي، بلکې ښځې لا زياتې له ټولنيزو چارو محروموي او د خلکو او واکمنۍ ترمنځ واټن لا ژوروي.ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي چې ټولې هغه پاليسۍ او کړنې چې د ښځو او نجونو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کوي، لغوه کړي او د هغوی د عادي او برابر ژوند لپاره لاره هواره کړي.په وروستيو ورځو کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ډلې لسګونه ښځې او نجونې د هغه څه په پلمه چې «نامناسب حجاب» يې بللی، د کابل په لوېديځ کې نيولي دي؛ يوه کړنه چې د بشري حقونو د فعالانو، نړيوالو بنسټونو او د افغانستان د خلکو له سخت غبرګون سره مخ شوې ده.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

