د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري آژانس خبر ورکړی چې پرون (دوشنبه د چنګاښ ٣٠) دوه زره او ۳۴۴ افغان کډوالې کورنۍ د بېلابېلو پولو له لارې بېرته هېواد ته راغلې دي.
د دې آژانس په وینا، له دې ډلې ۱۷۹۳ کورنۍ د هرات له اسلامقلعې پوله، ۴۸۰ کورنۍ د پل ابریشم له لارې، ۴۴ کورنۍ د ننګرهار له تورخم پوله او ۲۷ کورنۍ د کندهار له سپینبولدک څخه د ایران او پاکستان له خاورې افغانستان ته راستنې شوې دي.
همدارنګه د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران څخه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر له يوې مياشتې راهيسې زور اخيستی دی.
د طالبانو د چارواکو په وينا، هره ورځ له ۳۰ زره تر ۳۵ زره پورې افغان کډوال د رضا کارانه او جبري ډول له ايران څخه افغانستان ته راځي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پرون د ايران له چارواکو غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر په تدریجي ډول ترسره کړي.
خو د ايران حکومت تازه د افغان وګړو د اوسېدو موده تر د سنبلې تر ۱۵ نېټې غځولې ده او خبرداری يې ورکړی چې له دې نېټې وروسته کډوال بايد د خپلې پاتې کېدو په بدل کې جریمه ورکړي.
په افغانستان کې د کورنیو سرپرستې ښځې؛ له کار کولو محرومې او د شپې ډوډۍ په اندېښنه کې
راپور ورکوونکې: صالحه امیري ماهګل د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ اوسېدونکې ده. وروسته له هغه چې د هغې مېړه...
Read more

