د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبر ورکړی چې افغانستان د نړۍ په هغو سيمو کې راځي چې ډېرې زلزلې په کې کېږي او په تېرو لسو کلونو کې له ۶۰۰ زره ډېر خلک د زلزلو له امله زيانمن شوي دي.اوچا ويلي، که په کابل کې د ۷.۶ ريښتره په کچه يوه لويه زلزله رامنځته شي، کېدای شي تر ۱۰ میلیونه ډېر کسان تر مستقيم اغېز لاندې راشي.اوچا نن سې شنبه (۳۱ د چنګاښ) په يوه راپور کې ليکلي: «چمتوالی د انسانانو ژوند ژغوري او لګښتونه کموي.»د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام (UNDP)، د ملګرو ملتونو د خطر کمولو اداره (UNDRR) او د آقاخان د هستوګنې ادارې (AKAH) په ګډو راپورونو کې ويل شوي چې افغانستان د چمن، هریرود او د بدخشان د مرکزي ګسل په څېر پر فعالو زلزلهييزو کرښو پروت دی.په ډېرو سيمو کې کورونه د خښتو او خټو څخه جوړ شوي دي چې د زلزلې په وړاندې هېڅ ډېر مقاومت نه لري.يوازې په هرات کې د ۲۰۲۳ کال په زلزله کې له ۲۰۰۰ ډېر کسان ووژل شول چې ډېری يې ښځې او ماشومان وو. هغه وخت د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) خبرداری ورکړی و چې «زلزلې په افغانستان کې يوازې طبيعي پېښه نه، بلکې يو بشري او جنسيتمحوره کړکېچ دی.»اوچا ويلي چې د دې ادارې بشري همکاران، لکه سره صليب، د ملګرو ملتونو ادارې او ځایي بنسټونه، د ځواب ویلو وړتیا پیاوړې کوي، د چټکو غبرګون ټيمونه روزي، بېړني ګودامونه جوړوي او له خطر سره مخامخ ټولنې چمتو کوي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

