راوی زن پشتو
جمعه 26 جدی 1404
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

کرزی د ۱۴۰۴ کال د کانکور له بریالیو څخه ستاینه وکړه او د نجونو د ښوونځیو د پرانېستلو غوښتنه یې وکړه

31 سرطان 1404
کرزی د ۱۴۰۴ کال د کانکور له بریالیو څخه ستاینه وکړه او د نجونو د ښوونځیو د پرانېستلو غوښتنه یې وکړه

حامد کرزی، د افغانستان پخواني ولسمشر، په يوه پیغام کې د ۱۴۰۴ لمریز کال په سراسري کانکور کې د هېواد د يو شمېر ځوانانو له برياوو خوښي څرګنده کړه او له لومړي څخه تر پنځم مقام ترلاسه کوونکو زده‌کوونکو ته يې مبارکي ورکړه. کرزي په دې پیغام کې د زده‌کوونکو د هڅو ستاينه کړې خو د نجونو له نه شتون څخه په کانکور کې ژوره خواشيني ښودلې ده.هغه ټينګار کړی چې د نجونو او هلکانو لپاره د زده‌کړې فرصتونه برابرول د هېواد د پرمختګ لپاره حياتي دي.پخواني ولسمشر طالبانو ته غوښتنه کړې چې ژر تر ژره د نجونو پر مخ تړل شوي ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانيزي، څو افغانستان د خپلو بچيانو په علمي او تخصصي وړتياوو تکيه وکړي او د ځان بسياينې او پرمختګ لاره خپله کړي.له هغه وخته چې طالبان د ۱۴۰۰ کال په اسد کې بېرته واک ته رسېدلي دي، په منځنيو او لوړو زده‌کړو کې د نجونو پر زده‌کړو بنديز لګېدلی دی.ميليونونه نجونې له زده‌کړو بې‌برخې دي چې دا موضوع په ملي او نړيواله کچه پراخې اندېښنې راپارولي دي. سږنی کانکور هم د نجونو له ګډون پرته ترسره شو چې د هېواد علمي ټولنه یې سخته اغېزمنه کړې ده.حامد کرزی د هېواد له هغو لږو سياسي څېرو څخه دی چې څو څو ځله یې د نجونو د ښوونځيو د بيا پرانيستلو غوښتنه کړې او د نجونو د زده‌کړو دوامداره محروميت یې د افغانستان د راتلونکي لپاره يو لوی خنډ بللی دی.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In