د ښځو د «پنجرې امید» غورځنګ په يوه خپور شوي اعلاميه کې ويلي چې په کابل کې د طالبانو لخوا د ښځو او نجونو تازه نيول او تښتول يوه «انساني ناورین» او «د بشريت پر وړاندې څرګند جنايت» دی.په دې اعلاميه کې راغلي چې د طالبانو د «امر بالمعروف او نهي عن المنکر» په نوم ځواکونه په وروستيو ورځو کې لسګونه ښځې او نجونې د کابل له سړکونو، پلورنځيو او عامه ځايونو څخه د «حجاب د نه مراعت کولو» په تور نيولي يا تښتولي دي.د دې غورځنګ په وينا، دغه کړنې د بشري، ديني او نړيوالو اصولو خلاف دي.د ښځو د «پنجرې امید» غورځنګ خبرداری ورکړی چې دغه ځانيسر نيول او ورکول چې ډېری وخت د کورنيو له خبرولو پرته او کله ناکله په ډېر تاوتريخوالي ترسره کېږي، د طالبانو لهخوا د بشر حقونو سيستماتيک نقض څرګندوي.دا غورځنګ د طالبانو دغه کړنې د نړيوالو اسنادو لکه د بشر د حقونو نړيوالې اعلاميې، د ښځو پر وړاندې د تبعيض د لهمنځه وړو کنوانسيون (CEDAW) او د مدني او سياسي حقونو نړيوال ميثاق (ICCPR) سره په بشپړ ټکر کې ګڼي او له نړيوالې ټولنې څخه يې د ژر او جدي ګام غوښتنه کړې ده.د دې غورځنګ څرګندې غوښتنې دا دي:د طالبانو لخوا د ښځو د تښتونې او نيولو سمدستي بندېدل؛د نيول شويو ښځو بېقيد او شرطه خوشې کول او د ورک شويو برخليک څرګندول؛د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا تر څار لاندې د حقيقت موندنې نړيوال پلاوی جوړېدل؛د طالبانو پر مشرانو ځانګړي بنديزونه لکه د سفر منع او د شتمنيو کنګلول؛تر هغه چې د ښځو بنسټيز حقونه تأمين نه شي، د طالبانو نه پېژندنه؛اسلامي هېوادونه دې په ګډه طالبان د دين له ناوړه استفادې څخه منع کړي.د ښځو د «پنجرې امید» غورځنګ ټينګار کړی چې د افغانستان ښځې به د وېرې او اختناق پر وړاندې تسليم نه شي او د عدالت، ازادۍ او برابرۍ تر بريا پورې به خپل مقاومت ته دوام ورکړي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

