راوی زن پشتو
دوشنبه 19 اسد 1405
فارسی
EN
No Result
View All Result
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

اوچا: د بوديجې کموالی په افغانستان کې اړمنو خلکو ته د څو اړخيز ځواب وړاندې کولو مخه نيولې ده

1 اسد 1404
اوچا: د بوديجې کموالی په افغانستان کې اړمنو خلکو ته د څو اړخيز ځواب وړاندې کولو مخه نيولې ده

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل تازه کلني راپور کې ويلي چې سره له دې چې په ۲۰۲۴ کال کې تر ۲۲ ميليونو ډېر افغانان مرستو ته رسېدلي، خو د بوديجې کمښت او عملي خنډونه اړمنو خلکو ته د څو اړخيزو مرستو د وړاندې کولو مخه نيولې ده.د راپور له مخې، د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې بشردوستانه همکارانو لږ تر لږه يو ډول مرسته ۲۲.۴ ميليونه کسانو ته رسولې ده چې دا شمېر د ټاکل شوي هدف (۱۷.۳ ميليونه) څخه ډېر دی.خو ډېری مرستې د خوړو په وېش راټولې شوې وې او له دې شمېرې څخه ۱۴.۹ ميليونه کسانو يوازې د خوراکي توکو مرسته ترلاسه کړې ده.په همدې حال کې، يوازې ۳.۱ ميليونه کسان چې د منځمهالي هدف (۷.۶ ميليونه) ۴۱ سلنه جوړوي، په يوه مياشت کې په درېيو بېلابېلو برخو لکه خواړه، روغتيا، اوبو او بېړنۍ سرپناه کې مرسته ترلاسه کړې ده.دا لوی تشه ښيي چې څو اړخيزه ځواب ورکونه لا هم په اړين ډول نه ده عملي شوې او ميليونه خلک په سخت اړتيا کې دي.راپور زياتوي چې د ۲۰۲۴ کال تر پايه د اړتيا وړ ۳.۰۶ ميليارده ډالري بوديجې يوازې ۴۷ سلنه برابر شوې وه. دا شمېر د ځينو ناوخته راپورونو په اضافه کېدو سره د ۲۰۲۵ کال د می تر مياشتې ۵۳ سلنه (۱.۶۳ ميليارده ډالر) ته لوړ شوی، خو لا هم ۱.۴۳ ميليارده ډالر کسر پاتې دی.د اوبو او حفظ‌الصحې (WASH) او روغتيا په څېر برخو ته د بوديجې کم برابرېدل چې هره يوه يې د ۱۰ ميليونو کسانو د خدمت موخه لرله، د ناروغيو د خپرېدو، خوارځواکۍ او د مخنيوي وړ مړينو خطر زيات کړی دی.اوچا خبرداری ورکړی چې که بوديجه ژر زياته نه شي او په څو اړخيزو مرستو تمرکز ونه شي، په افغانستان کې د ميليونو خلکو حالت به لا پسې خراب شي.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

خبرنامه


© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In