د طالبانو رسمي سرچينو ويلي چې په کونړ ولایت، د نورګل ولسوالۍ يو سړی د خلکو په مخکې په دورو وهل شوی دی.د طالبانو سترې محکمې په خبرپاڼه کې ويلي چې دغه سړی د «لواطت» په تور نيول شوی و او د لومړنۍ محکمې لخوا ورته دوه میاشتې بند او ۳۹ دوره سزا اورول شوې وه.دغه حکم وروسته د سترې محکمې له تایید سره، د خلکو په حضور کې عملي شو.طالبانو له واک ته رسېدو راهيسې په بېلابېلو سیمو کې د اخلاقي جرمونو، غلا او نشهيي توکو د قاچاق پر تور نيول شویو کسان د خلکو په مخکې په دورو وهلي او نورې سزاګانې عملي کړي دي.د بشري حقونو سازمانونه دغه سزاګانې د بشري حقونو او عادلانه محاکمې پر اصولو سرغړونه بولي، خو طالبان يې د اسلامي شریعت د تطبیق برخه ګڼي.د طالبانو له بيا واک ته رسېدو راهيسې د بدني سزاګانو لکه دوره وهل، غړي پرې کول او اعدامونه په عامه محضر کې ډېر شوي دي چې دا موضوع د نړيوالو ادارو اندېښنې راپارولي دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

