د طالبانو قضايي چارواکو ويلي چې په وروستيو ورځو کې په تخار، کونړ او جوزجان ولايتونو کې څو ځلې په ښکاره د دورې سزاوې عملي شوې دي.د طالبانو سترې محکمې په خپرو شويو خبرپاڼو کې ويلي چې د چهارشنبې په ورځ (۱ د زمری) يو ښځه او يو سړی د تخار ولايت د خواجه بهاءالدين ولسوالۍ کې د «له کوره تېښته، د تېښتې مرسته او نامشروع اړيکو» په تور د خلکو په وړاندې په دورو وهلی شوي دي. دواړو ته ۳۹ دورې سزا اورول شوې ده.په يوه بله پېښه کې، په کونړ ولايت کې يو سړی د نورګل ولسوالۍ کې د «لواطت» په تور په دورو وهل شوی او برسېره پر دې دوه مياشتې بند ته هم محکوم شوی دی.همداراز په جوزجان ولايت کې، په قوشتپه ولسوالۍ کې يوه ښځه او درې سړي د «نامشروع اړيکو» په تور د خلکو په وړاندې په دورو وهلی شوي دي. د دې مجازاتو حکم د طالبانو د لومړنۍ محکمې لخوا صادر شوی او هر يو ته ۲۵ دورې سزا ورکړل شوې ده.له هغه وخته چې طالبان بيا واک ته رسېدلي، دا ډول مجازات په ځلونو د خلکو په وړاندې عملي شوي دي؛ يو اقدام چې پراخې نړيوالې غبرګونونه يې راپورته کړي دي.د بشري حقونو مدافع بنسټونه تل دا ډول سزاګانې زورزیاتی بللی او له نړيوالو قوانينو سره يې په ټکر کې ګڼلې دي او د سمدستي بندېدو غوښتنه يې کړې ده.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

