په افغانستان کې د نجونو لپاره د منځنيو ښوونځيو او پوهنتونونو د زدهکړو بنديز په دوام کې، زرګونه نجونې او ځوانې ښځې دې ته اړې شوې دي چې ديني مدرسو ته لاړې شي. د آسوشيېټډ پرېس په تازه راپور کې ويل شوي، ډېرې هغه نجونې چې نور رسمي زدهکړو ته لاسرسی نه لري، اوس ديني مدرسو ته ځي او قرآن، فقه، حديث او عربي ژبه لولي.په کابل کې د «تسنيم نصرت» په نوم اسلامي مرکز له دغو مدرسو څخه دی چې له ۴۰۰ ډېر زدهکوونکي لري چې ۹۰ سلنه يې نجونې او ښځې دي. د دې مرکز مشر زاهدالرحمن صاحبي ویلي، له ښوونځيو تر بندېدو وروسته، د ديني مدرسو غوښتنه ډېره زياته شوې ده.د طالبانو په وينا، يوازې په تېر يو کال کې له يو ميليون ډېر نوي زدهکوونکي ديني مدرسو ته ورګډ شوي او اوس په ټوله هېواد کې د دغو زدهکوونکو شمېر له درې ميليونو اوښتی دي. راپور کې د «نهيده» په نوم د ۱۳ کلنې نجلۍ يادونه شوې چې تر شپږم ټولګي وروسته يې د زدهکړو اجازه نه ده موندلې او اوس ديني مدرسې ته ځي. هغې ويلي: «زه هيله لرله ډاکتره شم، خو اوس يوازې مدرسې ته تللی شم.»په ورته وخت کې د نړيوالو سازمانونو کارپوهان د دغې بنديز د دوام له کبله اندېښنه لري.کاترین راسل، د يونيسف اجرائيه مشرې خبرداری ورکړی چې که دا بنديز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، له څلورو ميليونو زياتې نجونې به له زدهکړو بېبرخې پاتې شي، چې دا به د افغانستان پر روغتيايي نظام، اقتصاد او راتلونکې ډېر ناوړه اغېز وکړي.سره له دې چې ځينو طالب چارواکو لکه شېرعباس ستانکزی پر دې پاليسۍ نيوکه کړې، خو د نجونو د زدهکړو په اړه د طالبانو رسمي دريځ لا هم نه دی بدل شوی.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

