ملګري ملتونه په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې هغه ډېر افغانان چې په زور له ګاونډيو هېوادونو، په ځانګړي ډول له پاکستان او ايران څخه بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي، له جدي بشري سرغړونو سره مخامخ شوي دي.دا راپور نن پنجشنبه (۲ د زمری) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) او د دې سازمان د بشري حقونو دفتر خپور کړی دی. په راپور کې نوې اسناد وړاندې شوي چې په کې د زورونې، بد چلند، ګواښ، بېاساسه نیونې او پراخ وېروونې پېښې ثبت شوې دي. دا موندنې د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې له ۴۹ تنو بېرته ستنو شويو افغانانو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوې دي.په راپور کې راغلي چې ښځې او نجونې، د پخواني حکومت کارکوونکي او امنیتي ځواکونه، خبریالان او د مدني ټولنې فعالان د ډېرو زیانمنو کسانو په ډله کې دي.يوې ښځينه خبریالې ویلي چې له ستنېدو وروسته یې د کار، زدهکړې او حتی له کوره د وتلو اساسي ازادۍ له لاسه ورکړې دي او اوس عملاً په کورني بند کې ژوند کوي.په يوه بله سخته پېښه کې د پخواني حکومت يو کارکوونکی چې په ۲۰۲۳ کال کې بېرته ستنول شوی، نیول شوی او د پلټنو پر مهال د برېښنا کیبل او لرګي په وسیله وهل شوی او داسې زورزیاتی ورسره شوی لکه د اوبو لاندې خفګی او د اعدام ګواښ.ولکر تورک، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ويلي: «هیڅوک باید هغه هېواد ته ونه ستنول شي چېرې چې د خپل هويت يا تېر ژوند له امله د ځورونې يا زورزیاتي له خطر سره مخ کېږي. دا اندېښنه په ځانګړې توګه د افغانستان د ښځو او نجونو په اړه ډېره جدي ده.»راپور زیاتوي چې د داسې کسانو بېرته ستنول چې په هغه هېواد کې د زورزیاتي، بد چلند، بېدليله نیونې او جبري ورک کېدلو خطر شته، د نړيوال قانون له بنسټيزو اصولو ښکاره سرغړونه ده او هېوادونه مکلف دي له داسې کاره ډډه وکړي.ملګرو ملتونو له ټولو هېوادونو غوښتنه کړې چې د افغانانو له ستنولو مخکې د هر چا شخصي وضعیت په دقت وڅېړي او هغو افغانانو ته چې له خطر سره مخ دي د خوندي وتلو زمينه برابره کړي. همدارنګه ټينګار شوی چې د بېرته ستنو شويو د بيا ادغام لپاره مالي مرستې باید زياتې شي.روزا اتنبایوا، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ويلي: «سره له دې چې د واکمنو چارواکو ځينې هڅې شته، خو لا هم د بېرته ستنو شويو د ادغام او د دوی د حقونو د خوندیتوب لپاره بېړنۍ هڅې ته اړتیا ده. د افغانستان راتلونکې لپاره اړينه ده چې ټول افغانان په سیاسي، ټولنیز او اقتصادي ژوند کې ونډه ولري.»دا راپور په داسې وخت کې خپرېږي چې د شته شمېرو له مخې، په تېرو يو نيم کال کې يوازې له ايران او پاکستانه سلګونه زره افغانان په زور افغانستان ته ستانه کړل شوي چې د هېواد پر سرچینو او کورني ظرفيتونو یې پراخ فشار راوړی دی.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

