راوی زن پشتو
پنج‌شنبه 27 حمل 1405
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

د نړيوالې بشري حقونو فدراسيون: د افغان کډوالو پراخه ايستل د بشري حقونو ښکاره نقض دی

2 اسد 1404
ملګرو ملتونو: د افغانانو جبري ستنول د بشري حقونو پراخ نقض ته لاره هواره کړې ده

د نړيوالې بشري حقونو فدراسيون (FIDH) په يوه ګډه اعلاميه کې چې له آرمان‌شهر اوپن‌اسيا نهاد، د افغانستان د پرمختګ او ډيموکراسۍ سازمان (ADDO) او په ايران کې د بشري حقونو د دفاع ټولنې (LDDHI) سره يې خپره کړې، ويلي دي چې له ايران او پاکستانه د افغان کډوالو جبري او ډله‌ييز ایستلو د نړيوالو ژمنو او د «جبري نه ستنولو» له اصل سره ښکاره مغايرت لري او کلک يې غندنه کړې ده.په دې اعلاميه کې چې په پاريس کې خپره شوې، ويل شوي چې يوازې ايران په تېرو مياشتو کې شاوخوا ۷۰۰ زره افغان کډوال ايستلي دي او پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهيسې تر دې دمه نژدې ۹۰۰ زره پناه‌غوښتونکي په زور افغانستان ته بېرته لېږلي دي.دا په داسې حال کې ده چې ډېر افغانان د امنيتي ګواښونو او د طالبانو د فشارونو له امله هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.په اعلاميه کې راغلي چې له ۱۵ زمري ۲۰۲۱ راهيسې چې طالبان واک ته رسېدلي، له شپږ ميليونه ډېر افغانان نورو هېوادونو ته کډوال شوي او درې ميليونه نور د هېواد دننه بې‌ځايه شوي دي.اعلاميه زياتوي چې د ايران امنيتي ځواکونه له افغان کډوالو سره تاوتريخوالی، رواني ځورونه، نژادي سپکاوی او بې‌دليله نيونې کوي.د راپورونو له مخې، يوازې په تېرو شپږو مياشتو کې له ۶۹۰ زره ډېرو افغانانو ته چې ځينې اوږدمهاله مېشت، ځينې بې اسناده يا نوي راغلي وو په زور افغانستان ته ستنېدلو ويل شوي دي.په ډېرو پېښو کې د يوې کورنۍ غړي بېل بېل نيول شوي او ایستل شوي دي.دا په داسې حال کې ده چې د «جبري نه ستنولو» اصل (non-refoulement) د نړيوال قانون پېژندل شوی اصل دی او ايران د ۱۹۵۱ د جنيوا کنوانسيون په ۱۹۷۶ کې لاسليک کړی دی، خو د بشري حقونو سازمانونه وايي چې ايران او پاکستان دا اصل په منظمه توګه تر پښو لاندې کوي.د دې اعلاميې خپرونکو له ملګرو ملتونو، د کډوالو عالي کميسارۍ (UNHCR) او نورو نړيوالو بنسټونو غوښتي چې د دې بشري بحران او پراخو ايستنو په وړاندې چوپ پاتې نشي او خپل مسووليتونه دې ترسره کړي.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In