د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) ویلي، افغان مېرمنې د خپل ژوند پر وړاندې د لګول شویو پراخو بندیزونو پر وړاندې له زړورتیا او استقامت سره ولاړې پاتې دي.
دغه پیغام، نن شنبه د زمري ۴مه، د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې له خوا د شبکې ایکس پر رسمي پاڼه خپور شوی. په پیغام کې ویل شوي: “افغان مېرمنې په زړورتیا او ځواک د خپل ژوند پر وړاندې د نږدې بشپړو بندیزونو پر وړاندې مقاومت کوي.”
یادې ادارې زیاته کړې چې دوی د افغانستان په ګوټ ګوټ کې له مېرمنو او نجونو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
د ملګرو ملتونو په وینا، د افغان مېرمنو لپاره د ژوند اړتیاوې برابرول، د بیړنیو وضعیتونو ځواب، او د دوی غږ لوړول، د دوی له مهمو فعالیتونو څخه دي.
دا څرګندونې پر داسې مهال کېږي چې طالبان پر ښځو د زدهکړو، کار، ګرځېدو او ټولنیز حضور پراخ بندیزونه لګولي، او ملګري ملتونه څو ځله له دې وضعیت څخه اندېښنه ښودلې او د ښځو د اساسي حقونو د بېرته ستنولو غوښتنه کړې ده.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

