راوی زن پشتو
پنج‌شنبه 28 جوزا 1405
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

د ایران چارواکو تازه خبرداری: له ناقانونه کډوالو سره هر ډول مرسته قانوني تعقیب لري

4 اسد 1404
د ایران چارواکو تازه خبرداری: له ناقانونه کډوالو سره هر ډول مرسته قانوني تعقیب لري

د ایران سیمه‌ییزو چارواکو خبرداری ورکړی چې له هغو کډوالو سره چې قانوني اسناد نه لري، په ځانګړې توګه له هغو چې د سرشمېرنې پاڼې یې باطلې شوي، هر ډول مرسته جرم بلل کېږي، او د مرستې کوونکي اشخاص یا ادارې عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپيژندل کېږي.د فارس ولایت د کډوالو او بهرنیو چارو عمومي رئیس، مجید احمدي ویلي چې د هغو کډوالو اقامت چې د سرشمېرنې پاڼې یې نوره اعتبار نه لري، غیرقانوني بلل کېږي، او پاتې کېدل یې د ایران له قوانینو سره په ټکر کې دي.د هغه په وینا، له دغو کډوالو سره هر ډول همکاري، لکه د استوګنې برابرول، د کار زمینې برابرول یا د زده‌کړې اجازه ورکول، د قانوني پیگرد لامل ګرځي.په تېرو کلونو کې له دوو میلیونو ډېر کډوالو ته د سرشمېرنې پاڼې ورکړل شوې وې، خو د روان کال له پیله دا اسناد نور اعتبار نه لري.چارواکو مخکې ویلي و چې تر ۱۵ چنګاښ (جولای ۵) پورې باید د سرشمېرنې لرونکي کډوال ایران پرېږدي، خو تازه راپورونه ښيي چې دا نېټه تر ۱۵ وږي (سپتمبر ۵) پورې غځول شوې ده.خو د فارس د کډوالو رئیس وایي، دا مهلت د فارس لپاره نه‌دی تمدید شوی او اخري نیټه یې هماغه ۱۵ چنګاښ و؛ په ځانګړې توګه ددې لامله چې د کډوالو زده‌کوونکو د ښوونیز کال پای ته ورسید.د رسمي ارقامو له مخې، یوازې په تېرو څلورو میاشتو کې، له یو میلیون ډېر کډوال له ایرانه وتلي دي، چې شاوخوا ۷۵۰ زره تنه یې له اسلام‌قلعه څخه هرات ته دننه شوي دي.له دې مخکې، ایراني چارواکو د بې‌مدرکه کډوالو شمېر شاوخوا دوه میلیونه او د سرشمېرنې پاڼې لرونکو کډوالو شمېر هم دوه میلیونه ښودلی و. اوس چې د دې پاڼو اعتبار لغوه شوی، دواړه ډلې «ناقانونه» بلل کېږي او د وتلو تر فشار لاندې دي.دا فشارونه په داسې حال کې زیات شوي چې لا هم په افغانستان کې ناامني، بیکاري، بيوزلي او د لومړنیو خدماتو نشتوالی دوام لري، او جبري ستنیدنه د دغو کورنیو لپاره له نوو کړکیچونو سره مل ده.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In