د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې شپږ تنه کسان د کابل ښار پورې اړوند، د نشهيي توکو او الکولي مشروباتو د پیر او پلور په تور، د خلکو په وړاندې دورې وهل شوي دي.یاده سزا د شنبې په ورځ، د زمري میاشتې په ۴مه، د طالبانو د مخدره توکو ضد ابتدایی محکمې د حکم له مخې عملي شوې ده.د محکمې په رسمي اعلامیه کې راغلي چې نیول شوي کسان د « ټابلیټK»، ذيکپ، تریاک، چرس او الکولي مشروباتو د ساتلو او خرڅلاو له امله محاکمه شوي، او وروسته له څېړنو، هر یو ته د ۱۰ تر ۳۰ دورو سزا، او د دوه تر اووه کلونو بند جزا ورکړل شوې ده.د طالبانو چارواکي دا کړنه د ټولنیزو فسادونو او غیرقانوني فعالیتونو پر ضد د مبارزې یوه برخه بولي.خو نړیوالو د بشري حقونو سازمانونه دا ډول علني فزیکي سزاوې له نړیوالو بشري اصولو سره په تضاد کې ګڼي او له طالبانو یې د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه کړې.سره له دې، طالبان وایي چې یادې سزاوې د اسلامي شریعت د پلي کېدو برخه ده، او دوی به د ټولنې د فساد او نشهيي توکو د لهمنځه وړلو لپاره دا لړۍ روانه وساتي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

