ذکي وطندوست، یو افغان ټولنیز فعال، د یکشنبې په ورځ، د ۲۰۲۵ کال د جولای ۲۷مه، د فرانسې د نورماندي سیمې په دیپ (Dieppe) ښار کې په یوه سخت او ستړي کوونکي لامبو سیالۍ کې ګډون وکړ او دوه کیلومتره یې د مانش په کانال کې لامبو ووهله.دا سمبولیک ګام د دې لپاره پورته شوی و چې د افغانستان د ښځو له کړکېچن وضعیت څخه د نړیوالو پام راواړوي؛ هغو ښځو ته چې له طالبانو د واک ته رسېدو وروسته د زدهکړې، کار او ټولنیز ژوند په برخو کې له پراخو بندیزونو سره مخې شوې دي.ذکي وطندوست له سیالۍ وروسته رسنیو ته وویل: «دا لامبو مې د هغو ښځو د غږ شریکولو لپاره ووهله چې غږونه یې نه اورېدل کېږي. هیله لرم هغه ورځ راشي چې د افغانستان نجونې له بشپړ ازادۍ برخمنې شي.»یاده سیالي د سیمې په وخت د ماسپښین دوه بجې پیل شوه او د ښځو د حقونو د ملاتړو له تود هرکلي سره مخ شوه.ذکي وطندوست ویلي، چې د دې اقدام له لارې یې هڅه کړې چې د مانش کانال له اوبو نه د افغانستان د ښځو د حقونو د ملاتړ پیغام نړیوالو ته ورسوي او د هغوی پر وضعیت د خلکو پام راواړوي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

