راوی زن پشتو
سه‌شنبه 17 سنبله 1405
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

د بشر حقونو د څار سازمان: طالبانو د حجاب له قوانینو سره د افغان ښځو ازادي تر فشار لاندې راوستې

6 اسد 1404
د بشر حقونو د څار سازمان: طالبانو د حجاب له قوانینو سره د افغان ښځو ازادي تر فشار لاندې راوستې

د بشر حقونو د څار سازمان (Human Rights Watch) په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې طالبانو په وروستیو میاشتو کې لسګونه ښځې او نجونې د «د حجاب د قوانینو د سرغړونې» په تور په کابل کې نیولي دي.دغه سازمان دا کړنه د طالبانو د سرکوب‌کوونکو پالیسیو یوه برخه بللې، چې د افغان ښځو اساسي حقونه او ازادي محدودوي.د راپور له مخې، طالبانو له اګست ۲۰۲۴ راهیسې سخت قوانین پلي کړي، چې له مخې یې ښځې اړې دي خپل بدن او مخ په عامه ځایونو کې په بشپړ ډول پټ کړي. د دغو مقرراتو هر ډول سرغړونه د نیولو او سختو چلندونو لامل کېږي.د بشر حقونو د څار سازمان ټینګار کړی، چې دا نیونې د افغانستان د ښځو او نجونو تر منځ د وېرې او ګواښ فضا رامنځته کړې او د هغوی خپلواکي له جدي خطر سره مخ کړې ده.یوه له نیول شوو ښځو څخه، چې په مستعار نوم «ساران» سره یې خبرې شوي، ویلي: «نن سبا نور د بدحجابۍ کوم مفهوم نشته، خو سره له دومره بندیزونو، ښځې هڅه کوي خپل حجاب ته رنګ او ښکلا ورکړي او خپل حضور وساتي.»دغه سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې پر طالبانو فشارونه زیات کړي، تر څو دا سرکوب‌کوونکې څپه او نیونې ودروي او د افغان ښځو ملاتړ وکړي.یاده دې وي، چې په وروستیو ورځو کې طالبانو یو ځل بیا د هغو نجونو د نیولو لړۍ پیل کړې، چې دوی یې «د حجاب نه مراعات کول» بولي؛ دا چاره د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو، ترمنځ پراخې اندېښنې راوپارولې دي.دغه نیونې تر ډېره د کابل په لوېدیځو او مرکزي سیمو کې ترسره شوي، چې په کې د دشت برچي، شهرنو، کوټه‌سنگي او قلعه‌فتح‌الله سیمې شاملې دي.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In