راوی زن پشتو
شنبه 25 میزان 1405
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

ترنم سېدۍ کرزي ته په یوه لیک کې: د دې هېواد نجونې د ناسمو سیاستونو قرباني شوې دي

6 اسد 1404
ترنم سېدۍ کرزي ته په یوه لیک کې: د دې هېواد نجونې د ناسمو سیاستونو قرباني شوې دي

ترنم سېدۍ، د افغانستان د ښځو د سیاسي ګډون د شبکې مشره او یو پېژندل شوی مدني شخصیت، په یوه پرانیستي لیک کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ته لیکلي چې د خپل سیاسي ځای او نفوذ څخه د اوسني کړکېچ د پای ته رسولو لپاره کار واخلي.سېدۍ په دې لیک کې د طالبانو په وړاندې د حامد کرزي د تېر سیاست او په افغانستان کې د اوسني واکمن جوړښت په رامنځته کولو کې د هغه رول تر نیوکې لاندې راوستی او لیکلي یې دي:«هغه بهیر چې د سولې په نوم پيل شو، لاره یې یوې داسې ملي او انساني ناورین ته هواره کړه چې نن ورځ ورسره مخ یو.»هغې د افغانستان د ښځو او نجونو له سخت وضعیت څخه یادونه کړې او له پخواني ولسمشره پوښتنه کړې:«ایا د افغانستان نورو نجونو د زده‌کړې، خوب لیدلو او وده کولو حق نه لري؟»ترنم سېدۍ، چې د کرزي د واکمنۍ پر مهال افغانستان ته راستنه شوې وه، د تېرو کلونو له مایوسیو او کړاوونو یادونه کړې او له کرزي یې غوښتي چې د هېواد د ژغورنې لپاره یو نوی بهیر پیل کړي. هغه وړاندیزونه لکه د لنډمهالي حکومت جوړېدل، د آزادو انتخاباتو ترسره کول، د ملي جرګې رابلل او د یو مشروع سیاسي نظام بیا جوړول وړاندې کړي دي.سېدۍ ټینګار کړی:«موږ چمتو یو چې په دې لاره کې له تاسو سره ملګري و اوسو. راشئ، یو ځل بیا، په زړورتیا سره، یو نوی پيل وکړئ.»دا لیک د ټولنیزو رسنیو کاروونکو، سیاسي او مدني فعالانو تر منځ پراخ غبرګونونه راپارولي، او ډېرو دا د هغه نسل رښتینې غږ بللی چې د وطن د بیرته راستنېدو په هیله، د تېرو ناکامو سیاستونو قرباني شوي دي.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In