راوی زن پشتو
شنبه 17 عقرب 1404
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

د کډوالۍ نړیوال سازمان: یوازې په دوو اوونیو کې له ایران څخه له ۳۷۰ زرو زیات افغان کډوال بېرته ستانه شوي

6 اسد 1404
د بشر حقونو د څار سازمان: طالبانو د حجاب له قوانینو سره د افغان ښځو ازادي تر فشار لاندې راوستې

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) اعلان کړی، چې د جولای میاشتې په وروستیو دوو اوونیو کې له ایران څخه له ۳۷۰ زرو زیات افغان کډوال افغانستان ته بېرته راستانه شوي دي.د IOM د راپور له مخې، ډېری بېرته ستنېدونکي کډوال بې داریي، بې‌ مدرکه او له هر ډول لومړني ملاتړ پرته هېواد ته راګرځي. زیان‌منونکي قشرونه، په ځانګړي ډول ښځې، ماشومان، زړښت رسېدلي کسان او ناروغان، تر ټولو ډېرې عاجلې مرستې ته اړتیا لري.د IOM ویاند ویلي: «زموږ ډلې په پولو کې شتون لري او لومړنۍ مرستې لکه خواړه، اوبه، روغتیايي پاملرنه او موقتي اوسیدو ځای برابرېږي، خو د کړکېچ کچه له موجودو امکاناتو لوړه ده.»د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA)، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (UNHCR) او د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (UNICEF) هم جلا راپورونه خپاره کړي او د افغان کډوالو د خراب وضعیت په اړه یې خبرداری ورکړی.د UNHCR په وینا، د ګاونډیو هېوادونو، په تېره بیا د ایران او پاکستان محدودوونکي سیاستونه، د کډوالو پر ژوند سخت فشار راوستی، او د هغوی اجباري یا داوطلبانه بېرته ستنیدنه پرته له لازم ملاتړ څخه، یو جدي بشري بحران رامنځته کړی دی.اوچا ویلي چې دا مهال شاوخوا ۲۵ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، او د کډوالو د بېرته ستنیدو نوې څپه دغه فشار بې‌ساري لوړ کړی دی. دا دفتر د نړیوالو مرستو د بودیجې د سمدستي زیاتوالي غوښتنه کړې.یونیسف د بېرته ستنېدونکو ماشومانو وضعیت “بحراني” بللی او د خوارځواکۍ، له زده‌کړې بې‌برخې پاتې کېدو، او فزیکي او رواني خطرونو د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی.په داسې حال کې چې د کډوالو د بېرته ستنیدو لړۍ دوام لري، نړیوالې ادارې له نړیوالې ټولنې څخه د عاجلو اقداماتو غوښتنه کړې. د چارو د شنونکو په باور، د پولو په سیمو کې د لازم زیربناوو نشتون، د هېواد پراخه ناامني، او د امکاناتو کمښت، دا کړکېچ لا سخت کړی دی.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د شري د خپرېدو خطر زیات شوی دی
خبرونه

د ملګرو ملتونو سرمنشي: نږدې ۲۷۲ میلیونه ماشومان او ځوانان له زده کړې محروم دي

15 عقرب 1404

انتونیو ګوترش، د ملګرو ملتونو سرمنشي، ویلي چې نږدې ۲۷۲ میلیونه ماشومان او ځوانان په ټوله نړۍ کې له زده...

Read more

طالبان ۱۷ تنه په کابل کې په دورو ووهل

د کډوالو جبري ایستلو دوامنږدې ۱۵ زره کډوال په یوه ورځ له پاکستانه ایستل شوي

د امربالمعروف وزارت: ځینې بهرني بنسټونه د حجاب له لارښوونې وروسته تړل شوي

د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د شري د خپرېدو خطر زیات شوی دی

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In